لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وي او ای د ازادۍ ریډیو د خبریالانو په وژنه د ادارې سره غمرازي کړې


A model displays a creation featuring the Korean alphabet, Hangeul, by one of 40 designers during the Hangeul fashion show as a part of Seoul 365 Fashion Show at the National Hangeul Museum in Seoul, South Korea.
A model displays a creation featuring the Korean alphabet, Hangeul, by one of 40 designers during the Hangeul fashion show as a part of Seoul 365 Fashion Show at the National Hangeul Museum in Seoul, South Korea.

په کابل کې د داعش وسله والې ډلې لخوا په ځان مرګي برید کې د ازادي ریډیو د خبریالانو په وژنه په واشنګټن دي سي کې د واېس اف امریکا ډاېرېکټرې امانډه د ازادي راډیو سره غمرازي کړې.

په خپل دغه پیغام کې د امریکا غږ مشرې لیکلي: ٫٫ مونږ نن سحر د افغانستان په سرښار کابل کې په دوه غبرګو ځانمرګي چاودنو کې د ملګرې ادارې ازادي ریډیو د دوه خبریالانو په وژنه غمژن یو.٬٬

بیان زیاتوي دریمه خبریاله چې د مې په میاشت کې به ېې د ازادي ریډیو سره کار پیلولو هغه هم په دغه برید کې وژل شوې ده.

د واېس اف امریکا مشرې په خپل پېغام کې وړاندې لیکلي: ٫٫ مونږ د ازادي ریډیو د مشر تهامس کینټ سره په شریکه د بې ګناه خلکو پرضد د دې بزدلانه حملې غندنه کوو. او په دغه خونړۍ حمله کې خپل ژوند د لاسه ورکونکو د کورنیو سره غمرازي کوو.٬٬

د بیان تر مخه په داسې حال چې د مې دریمه نیټه د صحافت د ازادۍ نړیواله ورځ لمانځل کیږي، ننۍ پیښه یو وارې بیا مونږ ته رایادوي چې خبریالان په ګرده نړۍ کې لوستونکو او کتونکو ته سم، کره او باوري خبرونو ورسولو لپاره د کومو خطرو سره مخامخ وي.

په کابل کې تیره ورځ (ګل يا دوشنبې) په ورځ په غبرګو ځانمرګي حملو کې د نهه خبریالانو په شمول لږ ترلږه ۲۶ کسان وژلی شوي او ۵۰ نور ژوبل شوي دي. داعش ترهګر ډلې د دواړه ځانمرګي حملو ذمه واري په غاړه اخستې.

دکابل امنیت قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزي ډیوه ریډیو ته ویلي زیاته مرګ ژوبله د اولنۍ ځانمرګي حملې وروستو په دویم ځانمرګی برید کې هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې برید کوونکي د اولنۍ حملې ځای ته ورغلو خبریالانو په منځ کې ځان والځوو.

افغانستان کې د خبريالانو ډلې (افغان جرنلسټ سېفټي کميټي) په ياد ځانمرګي بريد کې د اته ؤ خبريالانو د وژنې پخلی کړی. دغه ډلې "په خبريالانو برید جنګي جرم بللی،٬ او په سختو ټکو کې يې د برید غندنه کړې.

په وژل خبریالانو کې ازادي رېډیو خبريال عبدالله حنانزی او خبرياله محرم درانۍ، د ای اېف پي خبري ادارې عکاس شاه مرۍ هم شامل دي.

افغان صدر اشرف غني د کابل د بريدونو غندنه کړې ده.صدارتي ماڼې لخوا په یو بیان کې ویل شوي دي چې په بې گناه ولس، په جماتونو کې په عبادت کونکو، قامي او سیاسي فعالینو، خبریالانو او د بیان ازادۍ باندې بریدونه ټول جنگي جرمونه دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG