لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وي او ای وېبپاڼو په تړلو پاکستاني پارليماني غړي څه وايي؟


د امریکا په ګډون د پاکستان يو شمېر پارلیماني غړو، خبریالانو او څیړونکو د واېس اف امريکا ډيوه او اردو څانګو په وېبپاڼو تړلو اندېښنې ښودلي.

د پاکستان پخواني وزيراعظم راجه پروېز اشرف ويلي داسې بنديزونه د معلوماتو د خورېدلو لارې نه شي تړلی. نوموړي وي او ای اردو ته ويلي٫٫ اوس هغه وخت نه دی چې کومه ویبپاڼه یا چېنل په تړلو سره به غږ خاموش کړی شي.٬٬

تېره ورځ د امريکا د بهرنیو چارو وزارت وياند په يو ليکلي بيان کې د پاکستان نه غوښتنه کړې وه چې زر تر زره دې دغه پاڼې پرانزي. ویاند د وي او ای ډيوه او وي او ای اردو د پاڼو په تړل کېدو اندېښنې ښودلې وېاو د پاکستان په حکومت يې غږ کړی وو چې د خپلو نړيوالو قانوني ذمه واريو ته دې درناوی وکړي.

په پاکستان کې د صحافت پر ضد د بنديزونو په ا ړه د وي او ای اردو په يوه خپرونه کې نفيسه هود بهاي د پاکستان تحريک انصاف ګوند د اطلاعاتو د مرستيال سيکتر افتخار چوهدري نه وپوښتل چې پاکستان ولې د وي او ای پاڼې تړلې دي نو هغه ووېل، پاکستان د پي ټي ايم د مشر منظور پشتين خبرونه په وي او ای اورېدل نه خوښوي. خو وايې ده ته پته نشته چې د وي او ای پاڼې تړل شوي دي.

وي او ای ته ټيلي فون کونکي خلک ګيلې کوي چې د وي او ای وېړيا نمبر ته په فون کولو هم د پاکستان د ټېلي فون محکمه د هغوي نه پېسې اخلي نو دغې ته په خپل غبرګون کې افتخار چوهدري ووېل وي او ای ته ټيلي فون کونکي اکثره خلک د پاکستان د پوځ په ضد خيالات لري.او په رېډيو په پوځ او رياستي ادارو پسې بدې ردې وايې. وي او ای دغه تورونه ردوي.

هرڅه که په پاکستان کې دننه او بهر سياسي مشران او مدني ټولنو غړي د وي او ای د پاڼو تړل غندي خو د پاکستان تحريک انصاف ګوند لخوا د ماحولياتو وزيره زرتاج ګل وايې هغې ته نه ده معلومه چې په پاکستان کې د وي او ای پاڼې تړل شوي دي.

په واشنګټن کې د وېلسن سنټر يو څيړونکی ماېکل کوګل مېن د یو پاکستاني خبریال ټویټ ته په ځواب کې ویلي: ٫٫ دا حقيقت دی چې وي او ای ته مالي مرستې د امريکا حکومت ورکوي خو بيا هم د صدر ټرمپ په منفي اړخونو خبرونه خوروي.٬٬

" زه څو وارې په وي او ای ډيوه او وي او ای اردو راغلی يم او په افغانستان او پاکستان کې مې د صدر ټرمپ په پاليسيو نيوکې هم کړي خو په ما چرې بنديز نه دی لګېدلی او نه مې خبره د خورېدو نه ودرول شوې ده"

پاکستان کې د خبریالانو د اتحاديې یا فیډرل یونین اف جرنلسټ مشر رانا عظیم وي او ای اردو سره د خبرو په وخت ویلي مونږ د وي او ای د ویبپاڼو د تړلو په سختو ټکو کې غندنه کوو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG