لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د واشنګټن چېري ونې به ډیر زر غوټۍ پرانیزي


د امريکا په واشنګټن ډي سي ښار کې د يخ موسم له کبله په لسګونو سوه د چېري يا سورکۍ ونې به په وخت غوټۍ اونه غوړوي چه د نندارې یا سېل لپاره د لرې لرې سېمو او بهرني هیوادونو نه سیلګري راځي.

په کال ١٩١٢م کې د جاپان حکومت لخوا امريکا ته په ډالۍ یا تحفه کې ورکړل شوي دغو ښاېسته ونو ناليدو وروسته دغه ونې د مارچ د ١٥ نه تر اپريل ١٨ پورې خپلې غوټۍ پرانزي.

خو سږ کال د موسمياتو پوهانو ویلي په موسم او چاپيريال کې بدلون د دغې ونو زرغونيدلو اټکل ګران کړي او د دې ونو د ګلونو د غوټيو د ټوکيدو عمل د يخ موسم له کبله د مارچ منځ کې هم ليدل کيګي.

د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپانې سره د موسمياتو ماهره اينګيلا فريټز وايي: " مونږ وينو چې دا غوټۍ اوس د وخت نه مخکې غوړيږي. پخوا به دا د اپريل ۴ نيټې پوری ټوکیدې خو اوس دا د مارچ ٣١ نيټې پوری ګلونه کوي".

د واشنګټن د چېري یا سورکۍ ونو ټوکیدل چې د چېري بلاسم میله یا فېسټیول نومیږي د امریکا د سپرلي د میلو تر ټلو په زړه پورې میلو کې یوه ده. د دې ونو د نندارې لپاره د ګردې امریکا او بهرني هیوادونو نه سيلګري واشنګتن ډي سي ته راځي.

ګڼ شمیر سيلګري چې نه غواړي په دغه ورځو کې د ګڼې ګوڼې له وجې خپل زیات وخت په تګ راتګ کې خراب کړي د اوبو په کيشتیو کې هم د دغه ښاېسته ونو او ګلونو نظاره کوي او خوندونه ترې اخلي.

د موسمي پوهانو په وینا که سږ کال موسم سم پاتې شي، تندې هواګانې یا سيلۍ او بارانونه وه نه شي نو د روانې میاشتې ٢٧مې نه تر ٣١ پورې امکان دې دغه ونې غوټۍ وکړي.

د چېري بلاسم دا ګلونه ډير یواځې د دریو ورځو نه تر ۱۴ ورځو پورې پاتې کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG