لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په واشنګټن کې د سبا نه پر پاکستاني سفارتکارانو سفري بندیزونه عملي کیږي


په واشنګټن ډي سي کې د پاکستان سفیر اعزاز احمد چوهدري وي او ای ته پخلی کړی د سبا (جمعې) ورځ نه به په امریکا کې په پاکستاني سفارتکارانو سفري بندیزونه عملي کیږي.

د وي او ای اردو څانګې سره په یوه مرکه کې پاکستاني سفیر اعزاز احمد چوهدري منلي، د امریکا خارجه وزارت لخوا دوي ته په یو خط کې د دغې بندیزونو په اړه وېل شوي.

د نوي بندیزونو تر مخه به د امریکا په بیلا بیلو ښارونو کې کار کونکي سفارتي عمله د خپلو سفارتخانو نه ۲۵ میله بهر سفر نه کوي، او که څوک د دغې نه زیات سفر کول غواړي نو لومړی به د امریکا خارجه وزارت نهدغې اجازه اخلي.

د اپریل میاشتې په ۱۷مه نېټه د امريکې مرستيال خارجه وزير تامس شېنن وي او ای ته ويلي وو، امريکې دغه ګام د پاکستان له خوا په خپل هېواد کې پر امريکايي سفارتکارانو د بنديز په غبرګون کې پورته کړی.

ښاغلي شېنن د وي او اس ازبکي څانګې سره په ځانګړې مرکه کې ويلي وو په سفارتکارۍ کې داسې بنديزونه ورځنۍ او عامې خبرې دي.

نوموړي زیاته کړې وه په پاکستان کې امريکايي سفارت کارانو ته ويل شوي چې چرته هم ځي نو پاکستاني چارواکي به خبروي، ځکه نو امريکا هم دغه ډول بنديز لګولی دی.

ښاغلی شېنن په دغه مرکه کې ویلي وو، په امريکا کې چې کوم پاکستاني سفارتکاران دي، له دې وروسته به هغوی هم د امريکې حکومت ته له خبرتیا ورکوله پرته سفر نه کوي.

XS
SM
MD
LG