لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واشنګټن او کابل د افغانستان په اړه د عمران خان بیان غندلی دی


واشنګټن ــــ د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، پاکستان د افغان سولې لپاره مثبت ګامونه اخیستي، خو د وزیراعظم عمران خان وروستی بیان مثبت نه دی.

په افغانستان کې د منځمهاله حکومت جوړولو په اړه د پاکستان د وزیراعظم عمران خان وړاندیز ته د ښاغلي خلیلزاده په ګډون افغان مشرانو هم سخت غبرګون څرګند کړی دی او د عمران خان وړاندیز یې د افغانستان په داخلي چارو کې د پاکستان لاسوهنه بللې.

ښاغلي خلیلزاد پخپل ټویټ کې لیکلي: "د افغانستان مستقبل د افغانانو لپاره دی او یواځې افغانان یې فیصله کولای شي، د نړیوالې ټولنې کار دا دی چې افغانان په شا و ډبوي چې یو ځای شي او دغه شان مستقل و ټاکي".

افغان حکومت د عمران خان د بیان په غبرګون کې نن د نهې- سه شنبې په ورځ له اسلام اباده خپل سفیر هم د احتجاج په توګه کابل ته ور بللی او په کابل کې یې د پاکستان مرستیال سفیر هم د عمران خان د بیان د سپیناوي لپاره د بهرنیو چارو وزارت دفتر ته ور غوښتی دی.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت الله احمدي په ټویټ کې لیکلي، چې له پاکستاني سفیر سره یې د عمران خان د غیرذمه دارانه بیان په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان د اجراییه ريیس ډاکټر عبدالله عبدالله دفتر هم د عمران خان څرګندونې په خپل هېواد کې لاسوهنه بللې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د نظام بڼه، جوړښت او څرنګوالی د هېواد په آیین کې روښانه دي. د ډاکټر عبدالله د دفتر ویاند فریدون خوځون ازادي رېډیو ته ویلي، چې پاکستاني سیاستوال دې د افغانستان په اړه په هر ډول څرګندونو کې له پوره دقت او احتیاطه کار واخلي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د عمران خان وړاندیز غندلی او ویلي یې دي چې هیڅ ګاونډی او بل هېواد حق نه لري چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار او د ولسمشرۍ ټاکنو امیدوار حنیف اتمر د عمران خان د وړاندیز غندنه کړې او له هغه یې غوښتنه کړې چې نړیوالو قوانینو ته په پام دې د افغانستان د استقلال درناوی وکړي. حنیف اتمر پر ټویټر لیکلي:

"د وزیراعظم عمران خان وروستی بیان د افغانستان په کورنیو چارو کې قصدي لاسوهنه ده. افغانستان یو خپلواک هېواد دی او افغان ولس زموږ د هېواد د حکومت او سیاست راتلونکی ټاکلای شي، نه د څنګلوري هېواد رهبر".

وزیراعظم عمران خان د ګل- دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې له خبریالانو سره د لیدنې په وخت ویلي وو، چې "له امریکې سره د طالبانو د خبرو په منځ کې افغان حکومت خنډ دی چې غواړي خبرو ته ورسره کښېني، ځکه نو ما د افغان حکومت د مخالفت له کبله له طالبانو سره ټاکل شوې لیدنه وځنډوله".

د پاکستان د پارلمان غړي علي وزیر هم په یو ټویټ کې د پاکستان د وزیراعظم بیان غندلی او ویلي یې دي چې دا د ګاونډي هېواد او منتخب حکومت په اړه د پاکستان تر ټولو بد سفارتي دریځ دی.

د افغان سیاستوالو او حکومتي چارواکو تر څنګ ګڼ شمېر عامو افغانانو او فعالانو هم پر ټولنیزو رسنیو د عمران خان پر بیان غبرګون څرګند کړی او ویلي یې دي چې دا د 90 لسیزه نه ده چې پاکستان به په افغانستان کې لاسوهنه کوي.

د مارچ پر 16مه هم په باجوړ کې یوې ولسي جلسې ته په وینا کې د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي وو چې په افغانستان کې به ډېر ژر یو ښه حکوت جوړ شي، یو داسې حکومت چې د ټولو افغانانو استازیتوب به کوي، د افغانستان جګړه به ختمیږي او هلته به سوله راشي.

د عمران خان دغه څرګندونې هم افغان حکومت پخپلو کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه بللې وه او پاکستان ته یې د احتجاج کولو لپاره په کابل کې د پاکستان سفارتي استازی د بهرنیو چارو وزارت ته ور بللی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG