لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په واشنګټن کې د موټر تښتولو په پېښه کې د وژل شوي پاکستاني د کورنۍ دپاره د اووه لکه ډالر نه زیاتې پېسې جمع شوي


محمد انور

د امریکې سرښار واشنګټن ډي سي کې د موټر تښتولو په پېښه کې د وژل شوي پاکستاني ډرایور محمد انور = کورنۍ سره د مرستې دپاره د اووه لکه ډالرو نه زیاتې پېسې د ګوفنډ مي کېمپېن دلارې جمع شوي دي.

محمد انور چې د اوبر ایټس دپاره یې کار کولو تېره هفته په داسې حال کې مړ شو چې دوو مسلح جینکو د هغه د موټر تښتولو کوښښ وکړو. د جینکو عمرونه ۱۳ او ۱۵ کاله ښودل شوي دي.

د واشنګټن مېټرو پالېټن پولیس ډپارټمنټ په یو بیان کې د مارچ د ۲۳ نېټې د پېښې تصدیق وکړو او ویې وېل د کارجېکنګ یا د موټر تښتونې په پېښه کې ۶۶ کلن محمد انور زخمي او وروسته یې ساه ورکړه.

پولیس ویلي د محمد انور نه چې کومو جینکو د موټر تښتولو کوښښ کولو عمرونه یې ۱۳ او ۱۵ کاله دي. ۱۳ کلنه جینۍ د واشنګټن د جنوب مشرقي برخې اوسېدونکي او ۱۵ کلنه جینۍ د مېري لېنډ د فورټ واشګټن اوسېدونکي ده.

دواړه جینکۍ پولیس ګرفتار کړي او د وي او ای د اردو څانګه په خپل رپورټ کې وايي پولیس پې د قتل او د موټر د تښتولو الزام لګولی دی.

د پېښې یو وډیو چې د خالي، شنبې، په ورځ په ټوېټر شریک شوی مطبوعاتو رپورټ کړی دی.

نیوز ويک مجله په خپل رپورټ کې وايي محمد انور د ډرایور غاړې ته د موټر دروازه نیولي ده او د جینکو په اړه وايي "دوی غلاګرانې دي. دا ځما موټر دی.

د نیوز ویک رپورټ وايي محمد انور د موټر د دوازې نه څانګې او موټر په تېز رفتارۍ روان شي او بیا وجنګیږي، دواړه جینکۍ ترې روغۍ را ووځي خو محمد انور په سړک زخمي پروت وي.

محمد انور په کال ۲۰۱۴ کې امریکې ته مهاجرت کړی و او د واشنګټن سره نژدې د ورجېنیا ریاست په سپرېنګ فیلډ ښار کې اوسېدو.

د هغه د مرګ نه پس لهره بوګینو نومې مېرمن په ګوفنډ مي وېب پاڼه د انور د کورنۍ د مالي مرستې دپاره پاڼه خلاصه کړه چې تر اوسه پورې پې د ۲۱ زرو نه زیاتو کسانو د اووه لکه او پنځوس زره نه زیاتې پېسې جمع کړي دي.

https://www.gofundme.com/f/help-the-anwars-find-peace

'کار جېکېنګ'

محمود انور چې په کوم ډول پېښه کې وژل شوی په انګریزۍ ژبه کې ورته د 'کارجېکنګ' اصطلاح استعمالیږي.

د مېریم وېبسټر انلاین ډکشنرۍ د تشریح ترمخه په کارجېکنګ کې زیاتره مسلح کسان د موټر د مالک یا د موټر چلوونکي نه په زور موټر قابو کړي او ویې تښتوي.

کار جېکنګ د موټر د غلا نه په بنیادي توګه دا فرق لري چې په غلا کې موټر د مالک یا د ډرایور په غېر موجودګۍ کې بوتلل شي خو په کارجېکنګ کې حمله کوونکي موټر په زور د مالک یا د ډرایور نه واخلي او بو یې ځي او که مالک یا ډرایور حه مزاحمت کوي نو د تشدد او عن د مرک سره مخامخ کړی شي.

XS
SM
MD
LG