لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنوبي وزيرستان نښتوکې 32 جنگيالي او6 عسکر وژل شوي دي


جنوبي وزيرستان نښتوکې 32 جنگيالي او6 عسکر وژل شوي دي

د افغانستان پولې سره نزدې د پاکستان په قبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان کې چارواکي وایي د جمعې او خالي په ورځ شوي نښتو کې 32 جنگیالي وژل شوي دي.

چارواکو په دغه نښتو کې د شپږو عسکرو د وژل کیدو پخلې هم کړی دی. چارواکي وایي دغه نښتې د جنوبي وزیرستان په کاروان منزه، پش زیارت او دوه توی سیمو کې شوي دي. دغه نښتې په داسې وخت کې شوي دي چې حکومتي چارواکي د جنوبي وزیرستان د پوځي عملیاتو له امله کډه کونکو خلکو د بیا ستیندو لپاره تیارې نیولي دي. چارواکي وائي د خالي په ورځ د جنوبي وزيرستان په دوه توی سیمه کې يو شمير وسله والو جنگيالو دامنيتي ځواکونو په پوسته راکټونو او خودکاره وسلو سره بريد وکړو چې پکې 18 پوځيان ژوبل شول. امنیتي ځواکونو په ځوابي کاروائی کې 14 جنگیالي ووژل. په یوه بله پېښه کې جنگیالو د کاروان منزه سیمه په امنیتي ځواکونو برید وکړو چې پکې درې عسکر ووژل شو. د ځواکونو لخوا په ترسره شوؤ ځوابي عملياتو کې 12 جنگيالي وژل شوي دي. درې نور عسکر او شپږ جنگیالی په پش زیارت کې وژل شوي دي.
جنوبي وزيرستان دپاکستاني طالبانو دمشر حکيم الله محسود يوه مضبوطه ځاله گڼل کيږي او دپاکستان پوځ په دغه قبائيلي سيمه کې تير کال داکتوبر په 17مه نيټه په لويه پيمانه پوځي عمليات پيل کړي وؤ چې پکې تر 30ؤ زرو پورې پاکستاني پوځيانو برخه اخستې وه.
پاکستاني پوځيانو په دغه کارروايۍ کې دځمکنۍ جگړې ترڅنگ جنگي الوتکې هم کارولي دي او دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک څو مياشتې دمخه په دغو عملياتو کې تر 800ؤ پورې دجنگيالو دوژنې ادعا کړې ده خو ازادو سرچينو يې پخلى نۀ دى کړى او طالبان تل دغه رقم حکومتي ادعاوې ردوي.
په تيرو دريوؤ کلونو کې په ټول پاکستان کې ترسره شوؤ ځانمرگي بريدو، بمي چاؤدنو او داړي گړي نورو پيښو کې دپوځ او پوليسو په گډون خواؤشا 3500کسان وژل شوي او دپاکستان حکومت ددغو بريدونو تر شا دپاکستاني طالبانو دتحريک لاس گڼي.

XS
SM
MD
LG