لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنوبي وزيرستان : د ډرون بريد کې 16 جنگيالي وژل شوي دي


جنوبي وزيرستان : د ډرون بريد کې 16 جنگيالي وژل شوي دي

د افغانستان د پولې سره نزدې د پاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې د شکمنو بې پائيلوټه امريکايي امريکايي الوتکو بريد کې لږترلږه 16جنگيالي وژل شوي دي.

د سيمې څخه سرچينو ډيوه ريډيو ته وويل دغه بريد د خالي په ورځ د جنوبي وزيرستان دمرکز وانا څخه لويديز لوري ته دڅلويښت کلو ميټره په فاصله دوه سرک کلي کې په يوه ودانۍ ترسره شوى دى.
دسيمې امنيتي چارواکو ددغه بريد دتصديق کولو په ترڅ کې وئيلي دي په کومه ودانۍ چې بې پائيلټه امريکائي جاسوسي الوتکو دوه ميزائيل داغلي هغه دتندلارو داستعمال لاندې وه.
تر اوسه معلومه نۀ ده چې په وژل شوو کې دالقاعده او طالبانو کوم مهم کمانډران هم شامل دي که نه؟
په نزدې مياشتو کې دډرون الوتکودغه بريد تر ټولو ستربريد گڼل کيږي چې پکې 16 کسان وژل شوي دي.
جنوبي وزيرستان دپاکستاني طالبانو مرکز گڼل کيږي او گمان کيږي چې ددغه سيمې څخه تندلاري په نزدې افغانستان او دپاکستان په بيلا بيلو سيمو کې خپل ترهه گريز پلانونه عملي کوي.
دا مهال دپاکستان پوځ په جنوبي وزيرستان کې دموجودو جنگيالو په ضد په عملياتو بوخت دى.
پوځ ادعا کوي چې په دغه سيمه کې يې دترهه گرو ملا ماته کړې ده خو راپورونه وائي چې دجنوبي وزيرستان څخه تندلاري نزدې نورو قبائيلي او غرييزو سيمو ته تښتيدلي دي

XS
SM
MD
LG