لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

احمدزۍ وزیرو د واڼا نه د محسود تندلارو د ویستلو فېصله کړې ده


دپاکستان پوځ هم تير کال داکتوبر په 17مه نيټه په جنوبي وزيرستان کې دموجودو سلگونو غيرملکي او مقامي تندلارو په ضد ستر عمليات پيل کړي وؤ چې پکې تر 30ؤ زرو پورې عسکرو برخه اخستې وه.

د افغانستان سره په پولې پرتې د پاکستان په قبایلې سيمې جنوبي وزيرستان کې احمدزۍ وزیرو جرگې پریکړه کړې چې وانا نه به په یوې اونۍ کې محسود قبایلې جنگیالي بهر کوي.

په دغه جرگه کې ویل شوي چې د سیمې نه د پاکستاني طالبانو دمشر حکيم الله محسود دملگرو ويستلو لپاره يو قبائيلي لښکر وباسي.
حکيم الله محسود په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې خپل په سلگونو وسله وال جنگيالي لري او پاکستاني چارواکي گمان کوي دهيواد په بيلا بيلو برخو کې ترسره کيدونکو بمي چاؤدنو او داړي گړي پيښو کې هم دهغه ډله لاس لري.
دپاکستان پوځ هم تير کال داکتوبر په 17مه نيټه په جنوبي وزيرستان کې دموجودو سلگونو غيرملکي او مقامي تندلارو په ضد ستر عمليات پيل کړي وؤ چې پکې تر 30ؤ زرو پورې عسکرو برخه اخستې وه.
دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک څو مياشتې دمخه په دغو عملياتو کې د800ؤ څخه دزياتو جنگيالو دوژنې ادعا کړې وه خو طالبان په دومره لويه شميره دخپلو ملگرو دوژنې څخه انکار کوي.
حکيم الله محسود دقبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان دمحسود قبيلې سره تعلق لري او هغه وروستو له هغې دپاکستاني طالبانو مشر ټاکل شوى ؤ چې ددغه ډلې يو بل مشر بيت الله محسود تير کال دډرون په يو بريد کې وژل شوى ؤ.
که هر څو پوځ ادعا کوي چې دجنوبي وزيرستان په عملياتو کې يې دتندلارو گڼ شمير ځالې تباه کړي دهغوي په زياترو سيمو يې اوس خپل واک ترلاسه کړى خو دحکيم الله محسود په شمول نور تندلاري کمانډران ددغو پوځي عملياتو څخه ژوندي وتلي دي.
په گڼ شمير کې تندلاري نزدې سيمو ته تښتيدلي او داسې باور هم کيږي چې زياترو جنگيالو په جنوبي وزيرستان کې دمحسود قبيلې دروايتي رقيبې قبيلې وزيرو تر واک لاندې سيمو کې پناه اخستې ده.
دپاکستان حکومت په وزير قبيلې ټينگار کوي چې بايد دغه جنگيالي دخپلو سيمو څخه وباسي او دوزير قبيلې مشران دې ته اماده شوي چې ددغو جنگيالو دخپلو سيمو څخه ويستلو لپاره به قبائيلي لښکر وباسي.
د جنوبي وزيرستان په مرکز واڼا کې خواؤشا د400ؤ قبائيلي مشرانو يوې غونډې ته دوينا په مهال دوزير قبيلې يو مشر محمد اجمل وويل مونږ به په سيمه کې امنيت ټينگوؤ او تندلاري به دخپلو سيمو څخه په ويستلو مجبوروؤ.
هغه وويل مونږ به چاته دا اجازه ورنۀ کړو چې په واڼا کې امن تالاترغۍ کړي.
قبائيلي مشر دغه څرگندونې دحکومتي چارواکو سره له ليدنې وروستو کړي دي.

XS
SM
MD
LG