لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : د جاسوسۍ په تور څلور کسان وژل شوي دي


شمالي وزيرستان : د جاسوسۍ په تور څلور کسان وژل شوي دي
شمالي وزيرستان : د جاسوسۍ په تور څلور کسان وژل شوي دي

د امريکې دبهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن وئيلي دي امريکا دليبيا دحکومت لخوا د اولسي وگړو پر ضد د کيدونکې جبر بندولو لپاره په ټولو ممکنه لارو چارو غور کوي.
هيلري کلنټن دغه خبره دگل په ورځ جنيوا کې دملگرو ملتونو دبشري حقونو په کونسل کې ديو مطبوعاتي کانفرنس په مهال کړې ده.
هغې وويل دليبيا صدر معمرقذافي دواکمنۍ حق بائيللى او بايد دنور ځنډ څخه پرته هغه اقتدار پريږدي.
هغې وويل دليبيا په بحران دموثر گام لپاره امريکا دخپلو شراکت دارانو سره خبرې اترې پيل کړي دي.
هيلري کلنټن وويل په ليبيا کې د کارکوونکو تنظيمونو دملاتړ ترلاسه کولو په غرض دبيړنيامداد په توگه امريکا نور لس لکه ډالر ورکوي او دنقل مکانۍ کوونکو کسانو امداد لپاره تيونس او دمصر سره لگيدلي دليبيا په پوله دبشري خواخوږۍ په اړه دوه ډلې ليږي.
په عين حال کې برسلز کې ترسره شوې داروپائي اتحاديې دچارواکو غونډه کې وئيل شوي دي د27ؤ هيوادونو بلاک دليبيا مشر معمرقذافي په ضد دقدغنونو په پيکج اتفاق کړى دى چې دا په اصل کې تيره اوونۍ دملگرو ملتونو دسلامتي کونسل لخوا منظورو شوؤ پابنديانو ته وده ورکوي.
چارواکو وئيلي دي چې داروپائي اتحاديې په قدغنونو کې په وسلو پابندي لگول، اثاثې کنگول کول او دقذافي اوهغه ته دنزدې غړو په ويزو پابندي لگول شامل دي.
دغه گام دخالي په ورځ دملگرو ملتونو دسلامتي کونسل منظور کړي قرارداد کې دوړاندې څخه شامل دى.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG