لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان کې میشت وزیرستاني کډوالو د بیرته راستنیدو دویم پړاؤ د سبا نه پیل کیږي


پاکستاني مطبوعات وایي د پاکستان قبایلي سېمو شمالي او جنوبي وزیرستان نه افغانستان ته په کډه تللو کډوالو د بیا راستنیدو دویم پړاو به د سبا نه پیل کیږي.

د پاکستان انګریزۍ ژبې ورڅپاڼې ایکسپرېس ټریبیون تر مخه د پاکستان قبایلي سیمو شمالي او جنوبي وزیرستان نه د ضرب عضب عملیاتو په وخت افغانستان ته تللي کډوالو د بیرته خپلو سیمو ته د راستنیدو دويم پړاو سبا (نهې) د ورځې نه شورو کیږي.

ایکسپریس ټریبیون اخبارد قبایلي سیمو د قدرتي افتونو په وخت د مرستو ادارې اېف ډي ایم ای د چارواکو د خلې ویلي په دغه سیمو کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو په وخت نژدې ۱۰ زره کورنۍ ګاونډي افغانستان ته په کډه تللې وې.

د اېف ډي ایم ای د شمیرو تر مخه په دغه ۱۰ زره کورنیو کې نژدې څلورنیم زره کورنۍ د وړاندې نه خپلو سیمو ته راستانه شوي. د ادارې تر مخه په راستنو شوو کډوالو کې د حسن خیلو سیدګې، ګولک خیل، حیدر خیل، خدر خیل، مچي او مزار سیمو خلک شامل دي.

سبا لا راستنیدونکو کډوالو کې به د دته خیل، غلام خان او سپین وام تحصیل کډوال شامل وي او د نادرا چارواکو د وړاندې نه د دغه کډوالو نوم لیکنه یا رجسټریشن تر سره کړی. د چارواکو تر مخه دغه راستنیدونکو کډوالو له به د بنو په بکه خیل کېمپ کې تیار خوراک او نورې غیر خوراکی مرستې هم ورکړی کیږي.

د ایکسپریس ټریبیون تر مخه د دغه کډوالو یو مشر ویلي د افغانستان او پاکستان چارواکي په دې راضي شوي چې هر ورځ به ۱۰۰ کورنۍ د غلام خان په پوله پاکستان ته راځي. او په دې دویم پړاو کې به ۴۳۲۹ کورنې خپلو کورنو ته راستنیږي.

اخوا د شمالي وزیرستان پولټیکل ایجنټ کامران اپریدي هم د میډیا سره په خبرو کې پخلی کړی چې د افغانستان نه به دغه کډوال د فرورۍ په ۶ نېټه بیرته راستنیږي. د ښاغلي کامران اپريدي په وینا دغه کډوال به لومړی د بکه خیل کډوالو کیمپ ته راځي او وروستو به خپلو سیمو ته لیږل کیږي.

XS
SM
MD
LG