لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي وزيرستان سوداګر: د افغانستان سره د تجارت دپاره دې د غلام خان بندر لاره په بشپړ ډول پرانستل شي


په شمالي وزيرستان کې سوداګرو د تېرو شلو ورځو روانه احتجاجي ناسته ختم کړې خو وايي د افغانستان سره د تجارت دپاره دې ورته د غلام خان لاره په بشپړ ډول پرانستل شي.

د شمالي وزيرستان سوداګر د تېرو شلو ورځو راهسې په ميران شاه کې په احتجاجي پرلت ناست ؤ خو وايي د حکومت لخوا ورته د اوختي تاوان په برخه کې د اووه اربه روپو ورکولو باور ورکړی دی.

د شمالي وزيرستان سوداګر ادعا کوي چې په علاقه کې په کال ۲۰۱۴م کې په ضرب عضب پوځي عملياتو کې دوی ته د سامانونو په مد کې د ۲۱ اربه روپو پورې تاوان اوختی ؤ.

سوداګرو وي او ای ډیوه سره په خبرو کې ويلي د خېبرپښتونخوا حکومت سره يې د علاقې نه د صوبايي اسمبلۍ منتخب غړي ميرکلم او ځايي مشر نېک عمل د لارې مذاکرات روان ؤ، او پرون ورته نېک عمل د حکومت لخوا د يو څه تاوان ورکولو باور ورکړی دی.

نېک عمل وي او ای ډيوه ته ويلي حکومت ورسره اووه اربه روپۍ منلي چې دغو سوداګرو ته به يې ورکړي.

او د سوداګرو د کمېټۍ مشر شېرولي وايي د ۲۱ اربه روپۍ تاوان شوی او که اوس د حکومت دا اووه اربه روپۍ احتجاجا قبلوي ځکه چې د دوي سره هم بله لار نه ده پاتې.

هغه وويل د دوی سره وړاندې هم دغه ډول ژمنې شوي خو عملي شوي نه دي او که دا روپۍ ورته هم په څو ورځو کې ور نه کړی شوې بیرته به په احتجاج لاس پورې کړي.

شېرولي زياته يې کړه د سيمې د سوداګرو کاروبار د وړاندې نه تباه شوی او د افغانستان سره د غلام خان بندر د لارې د نور تاوان سره مخ کیږي.

هغه وويل که د غلام خان لاره د دوی دپاره په بشپړ ډول پرانستل شي او اسانتياوې ورته پرې برابر کړی شي نو کاروبار به يې ورسره ښه شي.

يو دوکاندار انشادالله وايي د ضرب عضب په مهال يواځې هغه ته ۹۰ لاکه روپۍ تاوان اوختی او د حکومت په اوسنيو روپو کې ورته ۲۰ لاکه روپۍ مېلاويږي.

نوموړی وايي د کباړ کاروبار کوي او د غلام خان د لارې به یې د خوست نه کباړ راوړو ښه دنده يې روانه وه خو وايي اوس ورته د غلام خان بندر سخت ګران پرې ووځي.

هغه وايي دغه لار چې خلاصه وه په ۲۰ دقيقو يا منټونو کې به د افغانستان خوست ته رسېدو او اوس پکې يوه اوونۍ وخت لګي ځکه چې په بندر د اندراج او اسنادو سره د ټېکس په برخه کې ډېر مشکلات جوړ کړی شوي دي.

د وزیرستان څخه د افغانستان سره د غلام خان بندر لاره د کال ۲۰۱۴م راهسې تړلې او اوس پرې يو څه ګاډي تګ راتګ کوي خو سوداګر وايي د تورخم د لارې په څېر دې دا لاره هم هر وخت پرانستی او اسانتياوې دې ورته پرې برابر کړی شي.

د غلام خان بندر د لارې به د افغانستان څخه پاکستان لوري ته د ګاډو سامانونه، قالينونه او د بهر هېوادونو نه راتلونکي څيزونه راوړل کېده.

دغه ډول د پاکستان څخه به وړه، چيني، جامې او سيمنټ په اسانۍ سره خوست ته لېږدول شو.

د دې ترڅنګ په ياده لاره به د سبزيانو او مېوؤ هم غټ تجارت روان ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG