لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان پوځ: د شمالي وزیرستان د تاجرانو تاوانونه به ورکړی کیږي


 Traders in Islamabad
Traders in Islamabad

د پاکستان پوځ ویلي د قبایلي سیمې شمالي وزیرستان په میرام شاه کې د اتوار په ورځ د ځايي تاجرانو سره یوه جرګه شوې چې پکې فیصله شوې په ضرب عضب عملیاتو کې د تاجرانو شوو تاوانونو په سر به پېسې یا معاوضه ورکړی کیږي.

د پوځ د مطبوعاتي څانګې یا ايي اېس پي ار ترمخه د تاجرانو په دغه جرګه کې تر ۳۰ پورې ځايي کاروباریانو، د قبایلي سیمو اېډشنل چیف سېکتر، د اېجنسۍ پولټیکل اېجنټ او د ګرد پاکستان د تاجرانو د اتحاديې صدر په ګډون سترو پوځي او غیر پوځي چارواکو هم ګډون کړی.

په غونډه کې فېصله شوې چې د پوځ لخوا شوي ضرب عضب عملیاتو کې د تاجرانو شوي تاوانونو لپاره به د شمالي وزیرستان پولټیکل اېجنټ په مشرۍ کې یوه کميټي جوړیږي، دغه کميټي به د شوو تاوانونو اندازه لګوي او تاجرانو ته به د شوي زیانونو پېسې ورکوي.

په غونډه کې ګډون کونکو تاجرانو په کمېټۍ باور څرګند کړی او د خپلو ستونزو په حل کولو يې خوشحالۍ څرګند کړي.

د پاکستان انګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان تر مخه د پاکستان د پوځ لخوا خپور شوي بیان کې ویل شوي دغه کميټي به هره هفته یوه غونډه کوي چې د شمالي وزیرستان تاجرانو ته د تاوان دغه پېسې زر تر زره ورکړی شي.

د شمالي وزیرستان تاجرانو څه غوښتل؟

د خالي په ورځ د شمالي وزیرستان ځپل شوي تجارانو په اسلام اباد کې خپل احتجاجي پرلت وروسته له هغې پایې ته د رسولو اعلان کړی وو چې د پاکستان پوځ ورته د شمالي وزیرستان د پولټیکل انتظامیې لخوا لیکلی ضمانت ورکړی وو چې په ضرب عضب عملیاتو کې د هغوئ شوي زیانونه به ډکوي.

په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب پوځي عملیاتو نه ځپل شوو ترشلو زرو پورې تاجرانو د حکومت نه د تاوانونو د غوښتنو لپاره په اسلام اباد کښې د څو ورځو پورې احتجاج پېل کړی ؤ.

د اسلام اباد نه وړاندې دغه تاجرانو درې ورځې په بنو او څلو ورځې په پېښور کښې هم احتجاجي کېمپونه لګولي وؤ اؤ ګیله یې کوله چې هیڅوک یې خبرې ته غوږ نه نیسي.

د جمعې په ماسخوتن د دغو تجارانو استازو دپاکستان دپوځ دمطبوعاتي چارو مشر میجر جنرال اصف غفور سره دڅلورو ساعتو یوه اوږده لیدنه کړې وه. په غونډه کې پوځ باور ورکړی وو چې دهغوئ ټولې غوښتنې به پوره کولی شي.

په دغه لیدنه کې پوځ د تجارانو استازو ته لیکلی ضمانت ورکړی چې په شمالي وزیرستان کې دننه په ۲۲م اپریل به دهغوئ لیدنه دپوځي عملیاتو دمشر یا جي او سي اؤ پولیټیکل ایجنټ سره کوي اؤ په دغه لیدنه کې به پخپله د ایي‌ایس پي ار مشر هم موجود وي.

په پاکستان کې دا مهال د شمالي اؤ جنوبي وزیرستان په زرګونو خلک د پښتون ژغورنې دغورځنګ دسیوري لاندې په احتجاج بوخت دي اؤ تور لګوي چې پوځ اؤ استخباراتي شبکو په زرګونو پښتانه له خپلو کورونو پورته کړي اؤ بې درکه کړي دي.

دپوځ ویاند ویلي” مونږ ته په قبائیلي سیمو کې له عملیاتو وروسته ددغو سیمو پاکولو چیلنج راپغاړه دی، دا زمونږ کور دی اؤ په ګډه به دلته ژوند معمول ته راؤلو”

دپوځ لخوا د لیکلي باور ترلاسه کولو نه وروسته په احتجاج دبوختو تاجرانو مشر محمد شفیق اسلام اباد کې دڅو ورځو راهسې دپیل احتجاجي پرلت ختمولو اعلان کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG