لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان: دعملیاتو پرمهال د پاکستان پوځ څلورعسکر وژل شوي دي


ایی ایس پي ار ویلي د ډزو په تبادله کې څلور عسکر وژل شوي دي
ایی ایس پي ار ویلي د ډزو په تبادله کې څلور عسکر وژل شوي دي

د پاکستان پوځ مطبوعاتي څانګې ایي ایس پي ار د اتوار په ورځ ویلي چې په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال د پاکستان پوځ څلور عسکر وژل شوي دي.

د ایي ایس پي ار لخوا په یوه بیان کې ویل شوي : ”څلور ترهګر په وېژده سر کې د استخباراتي ملوماتو پرسر ترسره عملیاتو کې وژل شوي ، د بویا نه اته کلومیټره لرې سویل لویدیځ لوري ته ، میرانشاه ، شمالي وزرستان ضلع“.

دغه بیان زیاتوي:”د سینیٹائزیشن ځواکوانو نن سهار په وېژده سر کې د ترهګرو د پټن ځای په خلاف عملیات ترسره کړل. کله چې عسکرو سیمه محاصره کړه ، نو ترهګرو ډزې پیل کړې. ټول ترهګر د امنیتي ځواکونو لخوا په ډزو ووژل شول“.


ایی ایس پي ار ویلي د ډزو په تبادله کې څلور عسکر وژل شوي دي. د وژل شوو عسکرو پېژندګلو د سپاهی محمد اسماعیل خان، سپاهی محمد شهباز یاسین ، سپاهی راجا وحید احمد او سپاهی محمد رضوان خان په نومونو شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG