د پاکستان سپریم کورټ د نهې، سه شنبې، په ورځ په پنجاب صوبه کې د می په ۱۴ نېټه د عامو انتخابات امر وکړو خو په خېبرپښتونخوا کې د انتخاباتو په اړه يې څه نېټه و نه ټاکله او ځينو څېړونکو پوښتنه وکړه چې ایا سپریم کورټ د خېبرپښتونخوا د انتخاباتو مسله نظر انداز کړه؟
سپریم کورټ په پنجاب کې د انتخاباتو دپاره د الېکشن کمېشن ټاکل شوي د اتم اکتوبر نېټه غیر اییني وبلله او وفاقي حکومت ته یې امر وکړو چې په پنجاب او خېبر پښتونخوا کې دې انتخاباتو دپاره الېکشن کمېشن ته د ۲۱ بېلین روپو بندوبست وکړي.
د جنورۍ په اتلسمه د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د تحلیل کېدو نه پس الېکشن کمېشن د صوبې د ګورنر د غوښتنې سره سم په خېبرپښتونخوا کې هم انتخاباتو دپاره د اتم اکتوبر نېټه مقرر کړې وه.
سپریم کورټ د نهې، سه شنبې، په ورځ په خپله فېصله کې وویل عدالت په خېبر پښتونخوا کې د انتخاباتو په اړه فېصله نه ده کړې او صوبه کولی شي چې په دې لړ کې بل خواست وکړي.
څېړونکي اعجاز خان په ټوېټر د سپریم کورټ د فېصلې په اړه پوښتنه وکړه چې عدالت ولې خېبرپښتونخوا نظرانداز کړه؟
پاکستان تحریک انصاف په پنجاب کې انتخاباتو دپاره د اتم اکتوبر د نېټې خلاف سپریم کورټ ته خواست کړی و او غوښتلي وو چې عدالت دې د الېکشن کمېشن فېصله مسترد کړي.
په مقدمه کې د تحریک انصاف یو وکیل بېرسټر ګوهر علي خان وي او ای ډیوه ته وویل په پنجاب کې انتخاباتو په اړه د سپریم کورټ د فېصلې وروسته به اوس په خېبرپښتونخوا کې انتخاباتو دپاره عدالت ته خواست کوي.
بېرسټر ګوهر علي خان وویل سپریم کورټ ته خپل خواست کې به غوښتنه کوي چې عدالت دې په خېبرپښتونخوا کې هم د اکتوبر د اتمې نېټې نه مخکې د انتخاباتو اعلان وکړي.
په اسلام اباد کې د وي او ای ډیوه خبریال ارشدحسین په خپل رپورټ کې وايي چې په پنجاب کې د انتخاباتو په اړه د سپریم کورټ فېصلې ته ردعمل کې د وزیراعظم شهبازشریف کابېنې ویلي د عدالت فېصله د عملي کولو جوګه نه ده.
کابينې د سپریم کورټ فيصله اقليتي او د پاکستان تحریک انصاف فېصله بللې ده.
تحریک انصاف د سپریم کورټ د فېصلې هرکلی کړی دی.
په پنجاب او خېبرپښتونخوا کې د انتخاباتو په اړه مقدمه په شروع ورځو کې د سپریم کورټ د پينځو ججانو ډلې اورېدله خو بیا دغه ډله دوه ځله ماته شوه.