د وایټ هاوس د اقتصادي چارو مشیر دا اعتراف کړی دی چې په امریکا کې ګراني زیاته شوي او امریکایان يې په منفي ډول متاثر کړي دي او صدر جوبایډن رضامندي ښکاره کړې چې د پېټرولو قیمتونه راکمولو دپاره دې سټرېټیجېک ذخایر استعمال کړی شي.
د وایټ هاوس د اقتصادي چارو مشر براین ډیس د اتوار، يکشنبې، په ورځ د امریکې اېن بي سي میټ دې پرېس پروګرام ته وویل "په دې کې هیڅ شک نېشته چې دا وخت اېنفلېشن اوچت دی" یعنې د هغه په قول د ګرانۍ کچه اوچته ده.
هغه زیاته کړه چې د ګرانۍ دې کچې د امریکایانو جېبونه او د هغوی سوچ متاثر کړی دی.
د امریکې د محنت وزارت تېره هفته وویل د اکتوبر په میاشت کې د عام استعمال شیانو په قېمتونو کې شپږ اشاریه دوه فیصد اضافه شوي وه چې د نونسوه نوي راهسې تر ټولو زیاته اضافه ده او د توانای نرخونو صارفین ترټولو زیات متاثر کړي دي چې د امریکې په اقتصاد کې د مصرف اویه فیصد برخه ده.
د تېر کال به مقابل کې د تېلو بېعې زیاتې شوي دي او دا وخت موټر چلوونکي د یو ګېلن تېلو درې اشاریه دېرش ډالر قیمت ادا کوي چې د کال وړاندې په مقابل کې یو ډالر او اته سنېټه زیات نرخ او د 2014 راهسې د پېټرولو په بېعیو کې تر ټولو زیاته اضافه ده.
هم دغه ډول د ګروسري یا د خوراکي شیانو په قیمتونو کې د تېر کال په مقابل کې پېنځه اشاریه درې فیصد ده. هم دغه ډول د غوښې په نرخونو کې هم ډیره اضافه شوي ده چې د کورنیو بجټ یې نور هم په منفي ډول متاثر کړی دی.
د وي او ای د رپورټ ترمخه ډیس په بېړنۍ توګه د ګرانۍ څه حل وړاندې نکړو خو د اقتصاد پوهانو اندازه ده چې توقع ده چې د دوه زره دوېشتم پورې به د ګرانۍ شرح کمه شي.
ډيس وویل د ګرانۍ د مخنیوي په لړ کې یو شمېر لارې موجود دي چې پکې د پېټرولو د سټرېټیجېک ذخایرو استعمال هم دی. امریکا د خلیج مېکسیکو د ساحل سره خفیه ذخیرو کې شپږ سوه او دولس مېلین بېرل تېل لري.
د وي او ای د رپورټ ترمخه که د خامو تېلو د دغې ذخیرې نه د تېلو صفا کېدل شروع شي نو په عارضي ډول به په پمونو کې د تېلو قېمتونه کم شي خو د امریکې صدرانو په عموموي توګه دغه ذخایر په قامي کچه د بېړني حالاتو دپاره ساتلي لکه د منځني خیتځ نه او ایا د شمالي اېټلانټک نه د تېلو رسد بندېدل.
د امریکې د تېلو دغه ذخایر د شپږ میاشتو دپاره د ملک د تېلو ضرورت پوره کولی شي.
ډيس وویل په کرونا وبا د قابو موندلو، چې دا ډول اقتصادي هلې ځلې د معمول کچې ته راوستل شي او د اېشیا نه امریکې ته د عام استعمال د شیانو د رسد په نظام کې خنډانو لرې کولو دلارې په امریکا کې د ګرانۍ مخه نیول کېدی شي. هغه وویل دا وخت 83 سمندري جهازونه په بحرالکاهل کې په دې انتظار دي چې ساحل ته راشي او پکې سامانو ترې نه خالي کړی شي. هغه وویل صدر بایډن به د بنیادي اسانتیاو دپاره د یو اشاریه دوه ټرېلین ډالرو هغه قانون هم لاس لیک کړي چې کانګرس منظور کړی او هدف یې د سړکونو او پلونو بهتر کول دي.
ډيس په کانګرس غږ وکړو چې امریکایانو سره د صحت، تعلیم او مالي مرستې دپاره د صدر بایډن د دوه ټرېلین ډالرو مالیت مجوزه قانون دې هم منظور کړي چې د لارې به یې د شته منو امریکایانو بغیر نورو خلکو سره به د تعلیم، صحت او اقتصاد په برخه کې مرسته کولی شي. په دغه مجوزه قانون به په هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز کې دا هفته ووټونه اچول کېږي خو په سېنټېټ یا ایوان بالا کې یې منظوري غیر یقیني ده.
د دې باوجود چې په ګرانۍ کې اضافه شوي او د صدر بایډن د مقبولیت کچه ټیټه شوي ده، ډیس وویل د صدر بایډن د صدارت راهسې اقتصاد ښه شوی دی.
هغه وویل د امریکې د اقتصادي بحالۍ رفتار د نورو ترقیافته ملکونو نه ښه دی او په ملک کې د بې روزګارۍ شرح څلور اشاریه شپږ فیصد ته راکمه شوې ده.
د ډیموکرېټک پارټۍ د صدر بایډن د مخالف ريپبلېکن پارټۍ سېنټر جان باراسو د ای بي سي ټېلې وژن دېس ویک پروګرام ته وویل چې د صدر بایډن د صدارت په مهال په امریکا کې د عام استعمال شیانو بېعې په تېرو دېرشو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي دي. هغه وویل د ملک اقتصاد د حکومتي اخراجاتو به امله خراب شوی دی.