وایټ هاوس د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل په غزه کې د اسرایل او د حماس جنګ د ودرولو دپاره په قطر کې مذاکرات په خوش بينۍ بیا شروع شول خو په سمدستي ډول معاهدې ته د رسېدو امید نه کوي.
وایټ هاوس د دې خبرې تصدیق وکړو چې د قطر په سرښار دوحه کې سولې دپاره خبرو اترو کې د امریکې استخباراتي ادارې سي ايي ای مشر ویلیم برنز هم شامل دی او مذاکرات به د جمعې تر ورځې دوام ولري.
د وایټ هاوس د قومي سلامتیا مشیر جان کربي خبریالانو ته وویل په قطر کې مذاکرات په امید لرونکي انداز بیا شروع شول.
کربي وویل لا ډېر کار پاتې دی او د مجوزه معاهدې پېچیدګۍ په کتنه دا امید نه کوي چې نن به په خبرو کې لوظنامه معاهد ترلاسه کړی شي. هغه زیاته کړه چې په دې لړ کې پاقې پاتې خنډا لرې کېدلی شي خو پکار ده چې دا بهیر تر اختتامه ورسوول شي.
کربي وویل غواړي چې د حماس د ولکي څخه اسرایلي یرغمالان ازاد کړی شي، په غزه کې فلسطینیانو ته امداد ورسوول شي، اسرایل ته د تحفظ ډاډ ورکړی شي او په سیمه کې تاوتریخوالی زر تر زره کم کړی شي.
د امریکې صدر جوبایډن د جولای په ۳۱ نېټه د اسرایل او حماس ترمنځ د ډز بندۍ تجویز وړاندې کړی و او تېره هفته یې د قطر او مصر د مشرانو سره په هم غږۍ غوښتنه وکړه چې د امن مذاکرات دې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ بیا شروع کړی شي.
حماس چې د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حملې دلارې یې اسرایل سره جنګ شروع کړی، اول یې د صدر بایډن په تجویز کې خپل وړاندیزونه شاملول غوښتل خو اوس وايي غواړي چې د امریکايي صدر تجویز دې په مکمله توګه نافذ کړی شي.
د صدر بایډن په تجویز کې په ابتدايي توګه د شپږو هفتو ډز بندي او د یرغمالانو ازادېدل شامل دي.
د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو په حکومت کې شامل انتهايي سخت دریځې ډلې د معاهدې مخالفت کوي او رپورټونه وايي نېټن یاهو مصر سره د غزه د سرحد د واک اختیار اسرایل سره د ساتلو تجویز وړاندې کړی دی.
وایټ هاوس په دې اړه د څه ویلي نه ډډه وکړه چې په قطر کې په خصوصي توګه په کومو موضوعاتو خبرې اترې کېږي خو په دې خبره يې ټینګار وکړو د مجوزه معاهدې د عملي کېدو موضوع د مذاکراتو برخه ده.
کربي وویل مذاکرات داسې پړاو ته رسېدلي دي چې په کې د مجوزه معاهدې په چوکاټ په عمومي توګه اتفاق شوی خو د نفاذ په لړ کې یې ځینې اختلافات موجود دي.
د امن په موجوده سفارتکارۍ د اسماعیل هنیه وژنې د غېر یقینۍ سیوری خپور کړی دی. هنیه د حماس د سیاسي څانګې مشر و او په مذاکراتو کې شامل و. هغه د جولای په ۳۱ نېټه په تهران کې ووژل شو.
که څه هم اسرایل په هنیه د حملې ذمه واري نه ده منلې خو ایران یې په ضد د ګام اخیستلو لوظ کړی دی. د ایران د دړکې په جواب کې امریکې منځني ختیځ ته اضافي ځواکونه لېږلي دي.
کربي مخکې ویلي وو چې اسرایل او د اسرایل اتحادیان دې د ایران احتمالي جوابي حملې ته تیار وسي چې ممکنه ده دا هفته وشي. د زیارت، پنجشنبې، په ورځ کربي وویل دا نه ده واضحه چې ایا ایران د فشار په نتیجه کې او که د امن مذاکرات د بیا شروع کېدو له امله خپله اراده بدله کړې ده.
کربي وویل دا معلومات موجود دي چې ایران بغېر د څه پېشګي اطلاع حمله کولی شي.
Forum