لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وایټ هاوس داسې څه څرګندونه نه ده کړې چې اسرایل ته د وسلو په ورکولو به قدغنونه ولګوي


امکان دی چې صدر بایډن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو سره په ټېلې فون خبرې وکړي. دا خبره هغه امریکايي چارواکو کړې چې د بایډن او د نېټن یاهو د خبرو دپاره تیاری کوي.
امکان دی چې صدر بایډن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو سره په ټېلې فون خبرې وکړي. دا خبره هغه امریکايي چارواکو کړې چې د بایډن او د نېټن یاهو د خبرو دپاره تیاری کوي.

په داسې حال کې چې په غزه کې د زرګونو خلکو د وژل کېدو په سر اسرایل ته د امریکې د وسلو ورکولو څارنه زیاته شوې ، د امریکې د صدر جوبایډن حکومت داسې څه څرګندونه نه ده کړې چې اسرایل ته د وسلو په خرڅولو به قدغنونه ولګوي او په غزه کې د وژل شویو امدادي کارکوونکو جسدونه خپلو ملکونو ته د لېږلو دپاره مصر ته منتقل کړی شوي دي.

په امریکا کې مېشته، د غېر حکومتي امدادي تنظیم ورلډ سېنټرل کېچن اووه غړي د ګل، دوشنبې، په ورځ په غزه کې په هوايي بمبارۍ کې وژل شوي دي. د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیوګوټېرېس د پېښې په اړه ویلي چې په کوم انداز کې چې دا جنګ کېږي هم داسې ډول نتیجې به مخې ته راځي.

د امریکې صدر جوبایډن د نهې، سه شنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل دغه وژنو يې زړه مات کړی. د حماس خلاف جنګ کې د اسرایل په چلند دا د بایډن تازه تنقید دی.

اسرایل ویلي په کومه حمله کې چې امدادي کارکوونکي وژل شوي، قصداً نه ده شوې او په اړه به يې تحقیقات کولی شي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ په دې اړه پوښتنې نظر انداز کړې چې ایا امریکا به اسرایل سره په پوځي امداد شرطونه لګوي. د هغه مرستیالانو څرګنده کړې چې د دغه ګام امکان نشته، او پام لرنه یې دې خبرې ته کړې ده د حماس د خطر په ترڅ کې امریکا د اسرایل د خپلې دفاع د حق حمایت کوي.

په امریکا کې مېشته، د غېر حکومتي امدادي تنظیم ورلډ سېنټرل کېچن اووه غړي د ګل، دوشنبې، په ورځ په غزه کې په هوايي بمبارۍ کې وژل شوي دي. د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیوګوټېرېس د پېښې په اړه ویلي چې په کوم انداز کې چې دا جنګ کېږي هم داسې ډول نتیجې به مخې ته راځي
په امریکا کې مېشته، د غېر حکومتي امدادي تنظیم ورلډ سېنټرل کېچن اووه غړي د ګل، دوشنبې، په ورځ په غزه کې په هوايي بمبارۍ کې وژل شوي دي. د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیوګوټېرېس د پېښې په اړه ویلي چې په کوم انداز کې چې دا جنګ کېږي هم داسې ډول نتیجې به مخې ته راځي

د وایټ هاوس د نېشنل سېکیورټي کاونسل یا د قومي سلامتیا د شورا ترجمان جان کربي د شورو، چهارشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل امریکا به د امدادي کارکوونکو د وژل کېدو په اړه د اسرایل د تحقیقاتو انتظار کوي او د وخت نه مخکې به په کومه فېصله خبره و نه کړي.

امکان دی چې صدر بایډن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو سره په ټېلې فون خبرې وکړي. دا خبره هغه امریکايي چارواکو کړې چې د بایډن او د نېټن یاهو د خبرو دپاره تیاری کوي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د حملې په ترڅ کې په جنګ کې د اسرایل په چلند د امریکې اندېښمني په زیاتېدو ده.
د شورو، چهارشنبې، په ورځ د ورلډ سېنټرل کېچن باني هوزی اېنډرېس روېټرز خبري ادارې سره مرکه کې په اسرایل د امدادي ادارې د موټرو په قافله د حملې الزام ولګولو. هغه وویل په "منظمه" ډول په قافله کې د یو نه پس بل موټر په هدف شوی دی.

هغه وویل د امدادي ادارې کارکوونکو د حرکت په اړه يې د اسرایلي پوځ سره رابطه قایمه کړې وه.

د صدر بایډن د واکمن ډېموکرېټېک پارټۍ سېنېټر برني سېنډرز د نهې، سه شنبې، په ورځ په سوشل ميډیا یو پوسټ کې وویل په تېرو شپږ میاشتو کې اسرایل د ۲۰۰ نه زیات امدادي کارکوونکي وژلي دي او "دا حادثه نه ده." هغه غوښتنه وکړه چې د اسرایل د "جنګ د مشین" نوره مرسته دې و نه کړی شي.

امریکا اسرایل ته هرکال قریباً د څلور بېلین ډالرو امداد ورکوي چې زیاتره پوځ مرسته وي. د قانون ترمخه، د امریکې حکومت که د ۲۵ مېلین نه زیات امداد اسرایل ته ورکوي نو کانګرس په خبروي. د ډسمبر په میاشت کې د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن اسرایل د کانګرس د تاید نه بغیر دوه ځله اسرایل ته په بېړني ډول د وسلو ورکولو منظوري ورکړه.

په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې وروسته امریکې اسرایل ته دوه ځله نوره وسله ورکړې ده. دا خبره جاش پال کړې چې د امریکې په خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ کې د وسلې د انتقالولو په څانګه کې ډرېکټر و. د اکتوبر په میاشت کې هغه اسرایل ته د دوامداره مهلک امداد په سر احتجاج کې د خپلې چوکۍ نه استعفا ورکړه.

په کال ۱۰۴۸ کې د صدر هېري ټرو مېن د اسرایل تسلیمولو راهسې ټولو امریکايي صدرانو د اسرایل حمایت کړی دی.

د پخواني صدر جورج اېچ ډبلیو اېچ بش نه علاوه ټولو امریکايي صدرانو بغیر د څه د اسرایل حمایت کړی دی. په ۱۹۹۱ کې صدر بش اسرایل ته خبرداری ورکړو چې په فلسطیني علاقو کې دي د یهودیانو نوي اباد کاري دې منجمد کړي که نه وي نو امریکا به ورته د ۱۰ بېلین ډالرو امداد نه ورکوي. دغه دریځ کار وکړو خو ټول خلک په دې متفق دي چې قدغنونه د اسرایل په دریځ کې تبدیلي نه شي کولی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG