امريکا پاکستان سره په ځينو وختونو کې دغلط فهمو اؤ تاؤتريخوالي باوجود ددواړو هيوادونو ترمينځ اړيکو کې دپرمختگ ددوامداره ساتلو هيله څرگنده کړې ده.
دسپينې ماڼۍ وياند جى کارنى ميډيا ته دحال احوال تيرولو په مهال وئيلي دي چې امريکا به ددواړو هيوادونو ترمينځ داقتصادي اؤ امنيتي معاملو پشمول دټولو اړونده گټو لپاره دمرستې هڅې دوامداره ساتي.
هغه دپاکستان په قبائيلي سيمه کې د ډرون په يو بريد کې دپاکستاني طالبانو دمشر حکيم الله محسود دوژل کيدو پخلى نۀ دى کړى خو وئيلي يې دي دا واضحه نۀ ده چې امريکا حکيم الله محسود دپاکستاني طالبانو دډلې تحريک طالبان پاکستان مشر گڼلو ، چاچې په مئ ٢٠١٠م کې دنيويارک په يو څلور لاري کې دناکامه بمي حملې اعتراف کړى ؤ.
جى کارنى وويل حکيم الله محسود اؤ دپاکستاني طالبانو دتحريک نورو مشرانو په څرگنده ډول دامريکا اؤ ددغه هيواد دوگړو دپه نخښه کولو اراده څرگنده کړې.
وياند وائي” هغه(حکيم الله محسود) په ٣٠م دسمبر ٢٠٠٩م کې دافغانستان خوست ولايت کې د اوؤ امريکائي وگړو په وژنه کې دککړتيا له امله هم امريکا ته مطلوب ؤ“
دسپينې ماڼۍ وياند زياته کړه دپاکستاني طالبانو تحريک دامريکا خارجه محکمې يوه ترهه گريزه ډله گرځولې ده اؤ دغه ډلې دالقاعده سره نزدې اړيکې ساتلي دي ، چاچې بې شميره بريدونه کړي، په پاکستان کې هم.
هغه وويل مونږ په اړيکو کې دتاؤتريخوالې لرې کولو لپاره کار کوؤ ، ځکه چې زمونږ شريکې گټې پراخه دي ، مونږ ددغو هڅو په نورو مضبوطولو باور لرو اؤ ددې لپاره هڅې کوؤ.