لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وایټ هاوس: صدر بایډن به د پولېنډ دوره کوي 


صدر بایډن تېر کال د ډسمبر په میاشت کې په وایټ هاوس کې د صدر زېلېنسکي سره ملاقات وکړو
صدر بایډن تېر کال د ډسمبر په میاشت کې په وایټ هاوس کې د صدر زېلېنسکي سره ملاقات وکړو

وایټ هاوس د جمعې په ورځ اعلان وکړو چې صدر جوبایډن به د فېبرورۍ په 20 نېټه د پولېنډ دوره کوي.

د اوکراین په پوله پولېنډ ته د صدر بایډن دوره په داسې حال کې اعلان شوي چې روس په اوکراین کې تازه حملې کړي او په اوکراین د روس یرغل دوه کاله هم پوره کېدونکي دي.

صدر بایډن به د پولېنډ صدر اندری دودا او د مشرقي يورپ نورو اتحادیانو سره ملاقاتونه کوي.

د فېبرورۍ په 24 نېټه په اوکراین د روس د یرغل دوه کاله پوره کېږي.

دغې ته په اشاره د وایټ هاوس د قامي سلامتیا شورا ترجمان جان کربي وویل پولېنډ ته د صدر بایډن دروه به دا خبره واضحه کړي چې امریکا به تر هغه وخت پورې د اوکراین سره ولاړوي تر څو چې پکار وي.

وایټ هاوس د جمعې په ورځ پولېنډ ته د صدر بایډن د دورې اعلان وکړو او هم دغه ورځ په سحر روس د اوکراین په مختلفو برخو کې تازه حملې وکړې.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د روس په تازه حملو کې په ملکي هدفونو بمباري وشوه چې له امله يې په ځینو ځایونو کې بجلې منقطع شوه.

د اوکراین صدر ولادومېر زېلېنسکي د روس تازه بمباري د نېټو امنیت دپاره اجتماعي مشکل وبللو او د وډیو دلارې تقریر کې وویل چې پکار دا "ترهګري" ودرول شي.

د اوکراین هوايي پوځ وویل د 71 هغو مزایلو نه یې 61 راوغورځول چې روس چلولي وو.

امریکايي جنګي جهاز د الاسکا ریاست دپاسه پراسرار څیز وېشتی او راغورځولی دی

د امریکي یو جنګي جهاز د صدر جوبایډن په امر هغه پراسرار څیز وویشتلو او او را ويې غورخولوچې د جمعې په ورځ یې د الاسکا ریاست په فضايي حد کې پرواز کولو.

یادونه: د دې رپورټ د وي او ای د هغه رپورټ نه اخیستل شوي چې فرن رابېنسن او پېنلوپالاو لیکی


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG