لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د تاوتریخوالي او ګنګوسو ترڅنګ ملګرو ملتونو په چین کې د کرونا وایرس په اړه تحقیقات شروع کړل


کرونا وایرس د چین د هوبی صوبې په ووهان ښار کې د کال ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې دریافت شو

د څو میاشتو د مذاکراتو او د دې الزامات وروسته چې چین د کرونا وایرس په اړه د ازادو تحقیقاتو مخه نیسي، د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ماهرین د چین ووهان ښار ته رسېدلي دي چې د کرونا وایرس د شروعاتو په اړه پلټنې وکړي. د وایرس دلاسه په نړیواله کچه دوه مېلین خلک مړه شوي دي.

د چین د حکومتي مطبوعاتو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د ورلډ هېلت ارګنایزېشن، ډبلیو اېچ او، په ۱۵ کسیزه ډله کې د دنیا د بېلا بېلو لویو یونېورسټیانو ماهرین شامل دي په چین کې به یوه میاشت تېروي خو لومړی به د چین د حکومت په اصرار دوه هفتې په قرنطین کې تېروي.

د تحقیقاتو هدف

د تحقیقاتي ډله هدف دا معلوموول دي چې په ووهان کې د کرونا وایرس څنګه وموندل شو؟ څه ډول انسانانو ته منتقل شو او په اینده کې د دې وبا مخنیوی څه ډول کېدلی شي؟

د وي او ای رپورټ وايي د دغه پوښتنو ځوابونه معلوول څه اسان کار نه دی. کرونا وایرس د یو کال نه زیات وخت وړاندې په ووهان کې شروع شوی و او د ښار د ځناورو یو مارکېټ سره تړل کېږي.

په چین دا لزام هم پورې کیږي چې په شروع ورځو کې یې دا خبره نه تسلیووله چې کرونا وایرس ډیره سنجیده مسله ده او د هغو خلکو د خاموشه کوولو کوښښ به یې کوولو چې په اړه به یې په عامو توګه خبرې کولې. په دغو کسانو کې د ووهان د مرکزي هسپتال ډاکټر لي وېنلیانګ هم شامل و
په چین دا لزام هم پورې کیږي چې په شروع ورځو کې یې دا خبره نه تسلیووله چې کرونا وایرس ډیره سنجیده مسله ده او د هغو خلکو د خاموشه کوولو کوښښ به یې کوولو چې په اړه به یې په عامو توګه خبرې کولې. په دغو کسانو کې د ووهان د مرکزي هسپتال ډاکټر لي وېنلیانګ هم شامل و

د وي او ای رپورټ وايي که په سفارتي او سیاسي تناظر کې وکتلی شي نو د ملګرو ملتونو د کرونا وایرس د تحقیقاتي ډلې کار به اسان نه وي. که څه هم چین ویلي چې ډلې ته به په ازاده توګه د کار کوولو اجازت وي خو چین د کرونا وایرس د خپرېدو په اړه اکثر دفاعي دریځ خپلوي او دا الزام ردوي چې ګنې وایرس د خپرېدو ذمه وار دغه هېواد دی.

د تحقیقاتو په لاره کې د چین مبینه خنډان

چین ته د ملګرو ملتونو د تحقیقاتي ډلې سفر د ځنډ سره مخامخ شوی و. دا میاشت په ویزو کې د مسلې له امله د ډلې غړي چین ته نه وو روان شوي. چین وویل د وېزې مسله د غلط فهمۍ نتیجه وه.

د ډبلیو ایچ او ترمخه دغه ځنډ اوس هم وجود لري. د تحقیقاتي ډلې دوه غړي لا په سنګاپور کې دي او د کرونا وایرس ټېسټونه به کوي.

د ۱۲۰ نه زیاتو ملکونو د کروناوایرس د شروعاتو په اړه د تحقیقاتو غوښتنه کړې ده او یو شمېر حکومتونه په چين الزام لګوي چې د وایرس د مخنیوي دپاره یې مناسب اقدامات نه دي کړي.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ به کرونا وایرس د "چاینا وایرس" په نوم یادوولو او د چین او د ډبلیو اېچ او د احتساب غوښتنه به یې کوله.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ به کرونا وایرس د "چاینا وایرس" په نوم یادوولو او د چین او د ډبلیو اېچ او د احتساب غوښتنه به یې کوله
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ به کرونا وایرس د "چاینا وایرس" په نوم یادوولو او د چین او د ډبلیو اېچ او د احتساب غوښتنه به یې کوله

خو د ډبلیو ایچ او د تحقیقاتي ډلې او د ډبلیو ایچ او مامورین د کرونا وایرس په لړ کې په چا د الزام لګوولو نه ډډه کوي، وايي د دنده دا نه ده چې څوک تورن کړي.

د بېړني حالاتو په اړه د ډبلیو اېچ او مشر مایک راین د ګل، دوشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل د دوی مشن د سیاست نه بلکې د ساینس په اړه ده. "مونږ دلته ځوابونه لټوو چې مونږ (په اینده) کې محفوظ وساتي، نه چې مجرم او په خلکو الزام پورې کړوو."

د یو میاشتو پورې چین د کرونا وایرس په باره کې د تحقیقاتو مخالفت کوولو. خو تېر کال د جولای په میاشت کې د ډبلیو اېچ او سره په دې شرط پلټنو ته چين راضي شو چې ابتدايي تحقیقات په چینايي ماهرین کوي چې پکې د هغو کسانو سره مرکې هم شاملې دي چې په لومړو ورځو کې کرونا وایرس نا روغه کړي وو.

چین تراوسه پورې دا نه دي ویلي چې د کرونا وایرس په اړه لومړو تحقیقاتو کې یې څه موندلي دي خو ماهرین وايي د ملګرو ملتونو تحقیق کوونکي به د چین دغه معلوماتو ته رسايي ولري.

د ډبلیو اېچ او ماهرین خبرداری کوي چې په وایرس کې د زر زر بدلون له امله دا ضروري نه ده چې ماهرین په حتمي توګه د کرونا وایرس ابتدا معلومه کړی شي.

د کرونا وایرس د شروعاتو په اړه د چین دریځ

کرونا وایرس د چین د هوبی صوبې په ووهان ښار کې د کال ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې دریافت شو. ماهرین وايي دا وایرس د ډېر وخت راهسې په ښاپېرکانو (شوپرکانو یا اسمانڅکالیو) کې موجود و خو د ووهان په یو مارکېټ کې د کوم دریم ځناور دلارې انسانو ته منتقل شو.

د صدر ټرمپ په شمول ځینې امریکايي مامورین ګمان کوي چې کرونا وایرس په حادثاتي توګه په ووهان کې یوې لېبارټرۍ نه خپور شوی چې د ډیر وخت راهسې پکې په ښاپېرکانو کې د کرونا وایرس تحقیقات کوي. خو د وي او ای رپورټ وايي امریکايي چاوراکو د دغې نظريي په اړه کوم ثبوتونه نه دي وړاندې کړي.

ډاکټر لي وېنلیانګ او د کرونا وایرس په اړه د اوازونو خاموشه کېدل

په چین دا لزام هم پورې کیږي چې په شروع ورځو کې یې دا خبره نه تسلیووله چې کرونا وایرس ډیره سنجیده مسله ده او د هغو خلکو د خاموشه کوولو کوښښ به یې کوولو چې په اړه به یې په عامو توګه خبرې کولې.

په دغو کسانو کې د ووهان د مرکزي هسپتال ډاکټر لي وېنلیانګ هم شامل و. هغه به همکارانو ته د کرونا وایرس په اړه خبردارې کوولو خو پولیس په هغه د ګنګوسو خپروولو الزام لګوولو. ډاکټر لي وروسته د کرونا وایرس نه مړ شو.

په ورستیو میاشتو کې بېجنګ دا خبره تکرار کړې ده چې کرونا وایرس په چین کې نه دی شروع شوی. د چین یو شمېر حکومتي مطبوعات خپلو رپورټونو دعوه کوي چې ممکنه ده د کرونا وایرس اغاز په اټلي کې شوي وي او د منجمد خوراک دلارې چین ته رسېدلی وي خو ډبلیو ایچ او وايي‌ دا خبره ډیر امکان نه لري خلک د خوراک یا د پېکټو دلارې کرونا وایرس واخلي.

XS
SM
MD
LG