لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: ښايي کرونا وایرس د شوپرک یا ښاپېرک څخه انسان ته منتقل شوی وي


دا رپورټ سږ کال د چین ووهان ښار ته د نړیوالو کارپوهانو د سفر په مهال جوړ کړل شوی دی له کومه ځایه چې کرونا وایرس لومړی خپور شو
دا رپورټ سږ کال د چین ووهان ښار ته د نړیوالو کارپوهانو د سفر په مهال جوړ کړل شوی دی له کومه ځایه چې کرونا وایرس لومړی خپور شو

د کرونا وایرس د شروعاتو په اړه د روغتیا د نړیوالې ادارې او چین په یو ګډه څېړنه کې موندل شوی چې کرونا وایرس ښایي له شوپرکو (ښاپېرکانو) څخه د یو بل حیوان په واسطه انسان ته انتقال شوی وي. رپورټ وايي د کرونا وایرس له لېبارټرۍ څخه د وتو احتمال ډېر کم دی.

د ای پي خبري اداره وایي په یاد رپورټ کې څرګندونه شوي چې کرونا وایرس پیشوګانو او د اویو و سپیانو ته هم لګېدای شي او ښایي کرونا ولري.

په جینیوا کې د روغتیا د نړیوالې ادارې د یوه غړې هېواد ډپلوماټ دغه رپورټ له ای پي خبري ادارې سره شریک کړی خو ای پي د دغه ډپلوماټ نوم او مالومات نه دې ورکړي. دا رپورټ سږ کال د چین ووهان ښار ته د نړیوالو کارپوهانو د سفر په مهال جوړ کړل شوی دی له کومه ځایه چې کرونا وایرس لومړی خپور شو.

بلې لور مېکسیکو د کرونا وایرس څخه د مړه شوو کسانو شمېر ته بیا کتنه کړې چې له امله یې هلته د مړو شمېر 60 فیصده زیات شوی او له امریکا ورسته دوهم هېواد شو چیرې چې له کرونا وایرس څخه زیات مړي شوي دي، تر دې له مخه برازیل دوهم هېواد وو.

د جان هاپکنز پوهنتون شمېرې وایي په امریکا کې له کرونا څخه د مړه شوو کسانو شمېر تر 549000 زیات دی، په برازیل کې تر 312000 زیات او د میکسیکو د روغتیا وزارت وایي هلته دا شمېر تر 321000 اوښتی دی.

په امریکا کې که څه هم د کرونا ضد واکسینو کامپېن په ښه توګه روان دی خو له وایرس څخه د اغېزمنو کسانو شمېر لاهم تراوسه لوړ دی، د کرونا وبا په اړه د سپینې ماڼۍ لوی سلاحکار انتوني فاؤچې اندېښنه ښودلې چې دا ښای له دې وجې وي چې ځینو ایالتونو تر وخت له مخه بندیزونه لیري کړي دي.

هلته په پاکستان کې د کرونا وایرس دریمي څپې زور نیولی دی او چارواکې په تکرار سره خلکو ته د احتیاط او په بندیزونو د عمل کولو اعلانونه کوي.

وزیراعظم عمران خان نن په یوه وېډیو پیغام کې خبرداری ورکړی چې د کرونا وایرس دریمه څپه تر لومړی او دوهمې څپې ډېره خطرناکه ده او په ولس یې ږغ کړی چې احتیاط دي کوي.

د کرونا په اړه د پاکستان ملي اداره وایي په تېرو څلورویشت ساعتو کې هلته تر 4520 زیات کسان په کرونا اخته شوي او 41 کسان مړه شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG