لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ډبلیو اېچ او: د کرونا وېکسین ۷۵ فیصده یوازې لسو هېوادونو ته ورکړل شوی


د‌ ډبلیو اېچ او مشر ټېډروس اېدونېم ګېبرېیسس په جنیوا کې د ادارې په مرکزي دفتر کې د معمول خبري غونډې ته وویل چې په نړیواله کچه اوس د کرونا د ناروغانو نه د هغه کسانو تعداد زیات شوی چې وېکسین ورته ورکړی شوي دي

د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنایزېشن د جمعې په ورځ وویل چې د کرونا وایرس په ضد ۷۵ فیصد وېکسین یوازې په لسو ملکونو کې وېشل شوي دې او ۱۳۰ ملکونو کې تر اوسه یو وېکسین هم نه دی ورکړی شوی.

د‌ ډبلیو اېچ او مشر ټېډروس اېدونېم ګېبرېیسس په جنیوا کې د ادارې په مرکزي دفتر کې د معمول خبري غونډې ته وویل چې په نړیواله کچه اوس د کرونا د ناروغانو نه د هغه کسانو تعداد زیات شوی چې وېکسین ورته ورکړی شوي دي.

ګېبرېیسس وویل په دومره کم وخت کې په دومره زیاته شمېره کې خلکو ته د وېکسین رسېدل ښه خبره ده خو په ۱۳۰ ملکونو کې دوه اشاریه پنځه مېلین خلک لا د وېکسین نه محرومه دي. هغه یو شمېر شتمنو ملکو کې ګن شمېر داسې کسانو ته هم وېکسین ورکړی شوي دي چې د سختي ناروغۍ او یا د مرګ خطر سره نه دي مخامخ.

د ډبلیو اېچ او مشر وویل په دې خبره پوهیږي چې هر حکومت دا ‌ذمه واري لري چې لومړی خپل خلک محفوظ کړي خو چې کله دغه ملکونه د لومړۍ ترجحیح خلک د صحت کاروکوونکي او د زیات عمر کسان وېکسین کړي نو پکار ده چې اضافي وېکسین نورو ملکونو ته ورکړي.

ګېبرېریسس وویل تر څو چې د کرونا وایرس په هرځای کې مخه نه وي نیول شوي دا وایرس بیا په دنیا کې بیا هم خورېدلی شي.

د ډبلیو اېچ او مشر وویل د کرونا وېکسین په اړه په شتمنو ملکونو د غرېبو ملکونو اړتیا ختمولو دپاره پکار ده چې دوا سازې کمپنۍ د وېکسین تیارول چټک کړي. هغه په وېکسین تیاروونکو کمپنیو غږ وکړو چې په نړیواله کچه وېکسین ته د خلکو رسايي یقیني کولو دپاره دې د یو بل سره ټېکنالوجی او معلومات شریک کړي.

XS
SM
MD
LG