لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ډبلیو اېچ او، یورپین یونین او ګلوبل سېټزن نومې ادارې د کرونا وایرس وروسته د بحالۍ په موضوع بحث وکړو


د ملګرو ملتونو د صحت ادارې مشر ټېډروس اېدونېم ګېبریېسس هم د کرونا وېکسین د مساوي وېش خبره وکړه. هغه ووېل په دنیا کې د ۲۱۰ مېلین وېکسین نیمايي برخه یوازې په دوو ملکونو کې وېشل شوي ده

د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ډبلیو اېچ او، د يورپي ملکونو اتحاد یورپین یونین او ګلوبل سېټزن نومې نړیوالې ادارې په شریکه د کرونا وایرس نه وروسته په نړیواله کچه د بیا بحالۍ په موضوع د مباحثې انتظام کړی و.

د نهې، سه شنبې، په ورځ شوي مباحثه کې د امریکې تر څنګ د افریقايي ملکونو اتحاد افرېقن یونین هم برخه واخیسته او بکې سندرغاړو او اداکارانو هم شرکت وکړو د کرونا وایرس نه پس د بیا بحالۍ دپاره یې د شخصي خلکو او ادارو نه د مالې مرستو غوښتنه وکړه.

د دغه کوښښ هدف دنیا د کرونا وایرس د ختمېدو نه پس حالاتو ته تیارول او د کرونا په ضد د وېکسین په مساوي توګه تقیسم، په نړیواله کچه د لوږې ختمولو، موسمي بدلون او په نړیواله کچه د امداد ضرورت د خلکو پام ګرځول دي.

د امریکې ګرېمي اېوارډ ګټونکي سندر غاړې بېلي اېلېش وویل تېر کال یې د دریو شوګانو نه پس د کرونا وایرس له امله خپل نړیوال سفر وځنډولو. هغه ووېل د کرونا وایرس وبا دا هم څرګنده کړې ده چې خلک څنګه خپل ځانونه د حالات سره بلد کړي. هغې هم د وېکسین په مساوي توګه د تقسیم حمایت وکړو او په نورو یې هم غږ وکړو چې داسې دې ګامونه دې واخلي
د امریکې ګرېمي اېوارډ ګټونکي سندر غاړې بېلي اېلېش وویل تېر کال یې د دریو شوګانو نه پس د کرونا وایرس له امله خپل نړیوال سفر وځنډولو. هغه ووېل د کرونا وایرس وبا دا هم څرګنده کړې ده چې خلک څنګه خپل ځانونه د حالات سره بلد کړي. هغې هم د وېکسین په مساوي توګه د تقسیم حمایت وکړو او په نورو یې هم غږ وکړو چې داسې دې ګامونه دې واخلي

انلان غونډې ته خپله وېنا کې یورپین کمېشن مشرې اورسوله وا ډر لېین د فرانس صدر اېمېنیول مېکران دا غوښتنه تکرار کړه چې په افریقايي ملکونو کې دې د صحت کارکوونکو ته دې د کرونا وېکسین عطیه کې ورکړی شي.

هغې وویل پکار ده چې د کرونا وېکسین زر تر رزه د دنیا هر کونج ته ورسول شي.

پرمخته تلونکو ملکونو ته د کرونا وېکسین دپاره یورپین یونین د ډبلیو اېچ او پروګرام ته ۶۰۶ اشاریه درې مېلین ډالر ورکړي دي. امریکې تېره هفته دغه پروګرام ته څلور ارب ډالر ورکړل.

د ډبلیو اېچ او، یورپین یونین او ګلوبل سېټزن مشترکه غونډې ته د موسمي بدلون دپاره امریکايي استازي جان کېرې د واشنګټن نه وېنا وکړه او ویې وېل چې د بیا بحالۍ په اړه مباحثه یو زړه ور ګام دی چې دنیا د کروناوایرس نه وروسته حالاتو دپاره تیاروي. هغه ووېل پکار ده چې نړۍ د موسمي بدلون نه محفوظ ساتل هم د بیا بحالۍ د هلو ځلو برخه وي.

په دې موقع د جنوبې افریقې صدر او د افرېقن یونین چیرمېن سېرل راماپوسه د شته منو ملکونو نه وغوښتل چې د خپلو وېکسینو پنځه فيصد برخه دې ضرورت مندو ملکونو په خصوصي توګه د براعطم افریقې ملکونو ته ورکړي .

د امریکې ګرېمي اېوارډ ګټونکي سندر غاړې بېلي اېلېش وویل تېر کال یې د دریو شوګانو نه پس د کرونا وایرس له امله خپل نړیوال سفر وځنډولو. هغه ووېل د کرونا وایرس وبا دا هم څرګنده کړې ده چې خلک څنګه خپل ځانونه د حالات سره بلد کړي. هغې هم د وېکسین په مساوي توګه د تقسیم حمایت وکړو او په نورو یې هم غږ وکړو چې داسې دې ګامونه دې واخلي.

د ملګرو ملتونو د صحت ادارې مشر ټېډروس اېدونېم ګېبریېسس هم د کرونا وېکسین د مساوي وېش خبره وکړه. هغه ووېل په دنیا کې د ۲۱۰ مېلین وېکسین نیمايي برخه یوازې په دوو ملکونو کې وېشل شوي ده.

XS
SM
MD
LG