د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنایزېشن د جمعې په ورځ وویل په نړیواله کچه او په خصوصي توګه په یورپ او لاطیني امریکا کې د ورځې په حساب د کرونا وایرس د کېسونو تعداد ریکارډ حد ته رسېدلی دی.
د ډبلیو اېچ او مشر ټېډروس اېدونېم ګېبریېسس په جنیوا کې د جمعې په ورځ خبري غونډې ته وویل په تېرو څلورو ورځو کې تر ریکارډ حد پورې د کرونا وایرس کېسونه ریکارډ شوي دي.
ګېبریېسس وویل په تېرو څلورو ورځو کې یوازې په لسو ملکونو کې ۷۰ فیصد کېسونه رپورټ شوي دي.
د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي په تېرو ۲۴ ګنټو کې په امریکا کې ۶۳۶۱۰ نوي کېسونه رپورټ شوي چې د بل هر ملک نه زیاته شمېره ده.
د امریکې د جانز هاپکنز یونېورسټۍ د جمعې د ورځې د شمېرو ترمخه په امریکا کې د کرونا وایرس د ناروغانو تعداد اووه اشاریه اته نوي مېلین ته رسېدلی دی.
جانزهاپکنز وايی په امریکا کې د کرونا وایرس نه د خلکو د مړینې شمېر ۲۱۸۰۰۰ ته رسېدلی دی.
په امریکا کې د کرونا نوی کېسونه تر ټولو زیات په ټېکسس، الینايي، وسکانسن، فلورېډا او کېلېفورنیا ریاستونو کې رپورټ شوي دي.
د جانز هاپکنز د شمېرو ترخه په هندوستان کې د جمعې په ورځ د کرونا وایرس ۶۳۳۷۱ نوي کېسونه رپورټ شول. د هندوستان ترڅنګ به فرانس، برازیل او برطانیه کې هم د کرونا وایرس په نویو کېسونو کې اضافه ولیدل شوه.
د ډبلیو اېچ او ماریه وان کرکېیو د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل د یورپ په ۸۰ فیصد ملکونو کې د کرونا وایرس په کېسونو کې اضافه شوي ده.
د جانز هاپکنز یونیورسټۍ ترمخه په برطانیه کې د جمعې په ورځ ۱۹۰۰۰ نوي کېسونه رپورټ شول.