لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لاس ویګاس برید کونکی څوک و؟


د امریکا نېواډا ایالت لاس ویګاس ښار کې تیره شپه برید کونکي سټیفن پېډک په اړه لا تر اوسه دا نه ده مالومه چې دغه تن ولې دغه برید کړی خو په امریکايي میډیا کې د هغه د ژوند په اړه معلومات خپاره شوي دي.

د امریکا نیویارک ټاېمز اخبار تر مخه سټیفن پېډک د نېواډا په دغه کسېنو (قمارخانې) کې په لوې جوارگر پیژندل کیدو. دغه تن د کورونو او زمکو یا (رېيل سټیټ) په کاروبار کې د ۳۰ کالو تجربه لرله او زیات تره يې دغه کار د امریکا په ټیکساس کې کړی و.

د اخبار تر مخه پېډک د پاېلټۍ (جهاز الوځولو) لاېسنس لرلو او خپل دوه واړه جهازونه يې هم وو.

د نېواډا په یوه داسې سېمه کې چرته چې زیات تره د زاړه عمر خلک ژوند کوي د دغه تن ګاونډیان د هغه په اړه ډیر کم معلومات لري. د هغه ګاوڼدیان وایي دغه تن نه خو څه سخت مذهبي او نه سیاسي خیالات لرل او خپلوان يي وايي د خویه هم ډیر غصه ناک نه وو.

د ګل په ورځ د دغه تن ورور ایرک پېډک خبریالاتو ته ویلي هغه یو جوارگر و او هم دغه کار يې وو ٫٫ هغه ډیر مالداره تن و او ویډیو ګیمونه به يې کول، په سمندري کشتیو کې به يې سفرې کولی، او په هوټلونو کې به پاتې کیدو.٬٬

د سټیفن پېډک ورور ایرک پېډک خبریالاتو ته ویلي هغه یو لوې جواري وو.
د سټیفن پېډک ورور ایرک پېډک خبریالاتو ته ویلي هغه یو لوې جواري وو.

د نیویارک ټاېمز تر مخه د دغه تن پلار د یو بنک لوټلو په تور بندي شوی وو او بیا د جیل نه د تښتیدو وروستو په کال ۱۹۷۰ کې د امریکا د پلټنو وفاقي ادارې یا ایف بي ايي د لوړو مجرمانو په فهرست کې شامل وو.

د سټیفن پېډک ملګرې (ګرل فرینډ) دا مهال د پولیسو سره ده او د هغې نه اختنې پوښتنې روانې دي.

نیویارک ټاېمز لیکلي د سټیفن پېډک مور خپل بچي په خپل سر لوې کړي او د امریکا یو شمیر ایالتونو سفرونه يې کړی. سټیفن د خپل کالج سبق پوره کړی او بیا يې د یو شمیر کمپنیو سره کارونه هم کړي. او په ټیکساس کې يې هم وخت تیر کړی.

تیره شپه د برید وروستو د ښاغلي پېډک د کوټې نه ١٠ ټوپکې، یو لاسي ټوپک او دوه تفانچې هم ترلاسه شوي. دغه ټوله وسله د ميسکي یو دکان نه په تیر یو کال کې اخستل شوې وې.

د دغه دکان منیجر نیویارک ټاېمز ته ویلي دغه ټوله وسله په قانوني توګه اخستل شوې وه او د قانون لاندې يې کتنه یا سکریننګ هم شوی وو. منیجز ویلي ٫٫ د دغه تن څه مجرمانه ریکارډ نه وو موندل شوی.٬٬

که څه هم تر اوسه د سټیفن پېډک د دغه کار په شاه لاملونه یا علتونه نه دي معلوم خو تیره شپه ترسره شوي دغه برید کې د وژل شوو شمیره ۵۸ ته رسیدلې او امریکايي مطبوعات وايي په برید کې شاوخوا ۵۰۰ کسان ژوبل شوي هم دي.

د ښار یو پولیس چارواکي جوزیف لامباردو وویل په برید کې یو پولیس هم وژل شوی او بل ژوبل شوی دی. ښاغلي لامباردو وویل بریدګر په خپله ځان وژلی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG