لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د جهادیانو لپاره فرانس ولې په اروپا کې تر ټولو غوره هدف دی؟‌


په نژدیو ورځو کې په فرانس کې د سخت دریځه اسلامپالو په بریدونو کې د زیاتوالي وروسته یو ځل بیا دا بحث تود شوی چې په ګرده اروپا کې ولې فرانس د جهادیانو لپاره د تر ټولو غوره هدف دی.

د یوروپول نومې ادارې د معلوماتو تر مخه د کال ۲۰۱۴م راهسې فرانس په ټولو اروپايي هیوادونو کې تر ټولو زیات جهادي بریدونه لیدلي.

په کال ۲۰۱۴م کې په شام او عراق کې د خودسره اسلامي ریاست (داعش) تش په نامه خلافت جوړیدو وروسته په جهادي بریدونو کې د فرانس ۳۰۰ نه زیات وګړي وژل شوي دي.

د اکتوبر په ۲۹مه نېټه د فرانس په نېس ښار کې یو تن ابراهیم اسوي په یوه کلیسا کې په چاړه برید کې درې کسان ووژل او ګڼ‌ نور یې ژوبل کړل.

د تیونس ۲۱ کلن ابراهیم اسوي د ستمبر په میاشت کې د غیرقانوني کډوالو په یوه کشتۍ کې د اټلي لمپیډوسا جزیره د ښکته کیدو وروسته،‌ د ۱۰۰۰ میلو نه زیات سفر کولو پس د فرانس نیس ښار ته ورسید.‌ په ابراهیم اسوي په کلیسا کې د ترهګر برید شک کیږی.

په دغه برید کې اسوي درې کسان په چړو ووژل،‌ بیا پرې پولیسو ډزې وکړې او وه یې نیوو. چارواکو لا هم د دغه برید ګر په اړه نور معلومات نه دي خپاره کړي، چې د برید حدف یې څه وو او ایا د کومې ترهګرې ډلې سره اړیکې لري‌ او که نه؟

که څه هم عامو خلکو ته لا دا نه ده معلومه چې ابراهیم اسوي د خپل دغه برید لپاره فرانس ولې خوښ کړی وو، خو په ترهګرۍ پام لرونکي کارپوهان وايي، فرانس په اروپا کې د سخت دریځه اسلامپالو د بریدونو تر ټولو لوې هدف ګرځیدلی.‌

اسلام - د فرانس دویم لوې مذهب

په پرېنسټن یونیورسټۍ کې په اسلامي ترهګرۍ تحقیق کونکی هوګو مېچرن وايي ٫٫ فرانس د نورو هیوادونو نه بدل نه دی، خبره یوازې د دښمن ده.٬٬

هوګو مېچرن د ګل/ دوشنبې په ورځ د واشنګټن په یوه څیړنیزه اداره (انسټي ټیوټ فار نیېر ایسټ پالیسي) کې په انلاېن مباحثه کې د خبرو په وخت زیاته کړې،

٫٫ فرانس په اروپا کې د مسلمانانو تر ټولو زیاته ابادي لري. دغه هیواد په اروپا کې د یهیودیانو زیاته ابادي لرونکی هیواد دی. دا په اروپا کې داسې هیواد دی چې د عیسایانو مهم میراث لري.٬٬

Mosque in France
Mosque in France

د امریکا استخبارتي ادارې سي ايي ای د معلوماتو تر مخه فرانس کې د عیسایت وروسته اسلام دویم لوې مذهب دی چرته چې د ټولې ابادۍ د ۷٪ نه تر ۹٪ پورې ابادۍ په اړه ګمان کیږي چې مسلمانان دي. د دغه اندازو تر مخه په فرانس کې د یهودیانو ابادي بیا د ۱ فیصد یا سلنه نه کمه ده.‌

په فرانس کې مسلمانان مشران بیا وايي، زیاتره فرانسوي مسلمانان سخت دریځه اسلام نه پیژني او دعوه کوي چې دغه برید کونکي د دوي د مذهب نماېندګي نه کوي.‌

سرکاري شمېرې بیا ښايي په اروپا کې په نژدیو کلونو کې د جهادیانو په بریدونو او په دغو کې مرګ ژوبله کې کمی لیدل شوی. د مثال په توګه په کال ۲۰۱۷م کې په اروپايي‌ هیوادونو کې ۳۳ ناکامه او بریالي ترهګر بریدونه شوي‌ وو، خو دغه شمیره بیا تیرکال ۲۱ ته راکمه شوې.

د فرانس سېکولرازم

تیره میاشت په فرانس کې د سکول یو استاد د وژل کیدو وروسته یو ځلې بیا په فرانس کې د اسلامي ترهګرۍ په اړه تود بحث شورو شوی. دغه استاد زده کونکو ته د پېغمبر اسلام د خاکو په اړه د بحث په وخت هغه خاکې ښودلې وې.

ځیني کارپوهان دا بحث کوي چې د فرانس ځانګړی سېکولر نظام چې په اولسي ځایونو کې مذهبي نخښې لکه کراس (عیسایانو مذهبي نخښه) یا سکارف ښودل یا په سر کول منع کوي. په عامو ادارو کې بیا سخت دریځه اسلامپالو لپاره دغه د زغملو وړ نه دي.‌

France
France

د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ پرضد کمېټۍ ناېب ډاېریکټره لارېنس باېنډر وايي ٫٫ دا د اېنګلو سکسین ماډل نه ډیر جدا دی چرته چې مختلفې ټولنې او قامونه راټولیږي او یو ځانګړتوب ته زیات برداشت لري.٬٬

مېرمن لارېنس زیاتوي ٫٫ د فرانس د انقلاب وروسته فرانسویان د مذهب پرضد هڅونکی دریځ‌، د ټوقو/ طنز نه ډک او د مذهبي مشرانو پرضد مطبوعات لري.٬٬

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG