لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وکي ليکس : پاکستاني مشران په پټه دډرون په بريدونو رضا دي


وکي ليکس : پاکستاني مشران په پټه دډرون په بريدونو رضا دي
وکي ليکس : پاکستاني مشران په پټه دډرون په بريدونو رضا دي

د وکي ليکس ويب پاڼې لخوا جاري کړل شوؤ خفيه دستاويزاتو کې انکشاف شوى دى چې دپاکستان سياسي قيادت دډرون يا بې پائيلټه جاسوسي الوتکو لخوا په قبائيلي سيمو دبريدونو په هکله امريکا سره په شکمنه توگه تړون کړى دى.
دوکي ليکس لخوا جاري کړل شوؤ خفيه دستاويزاتو کې دپاکستان لپاره د امريکې دپخوانۍ سفيرې اين ډبليو پيټرسن له خلې وئيل شوي دپاکستان سياسي قيادت په قبائيلي سيمو دبريدونو اجازه ورکړې ده.
کۀ هرڅو پاکستان په ښکاره توگه په قبائيلي سيموکې دتندلارو په ضد دډرون لخوا دترسره کيدونکوبريدونو مخالفت کوي خو دوکي ليکس دستاويزات په ډاگه کوي چې پاکستان په پټه ددغو بريدونو اجازه ورکوي.
له دې وړاندې دپاکستان خارجه دفتر څو څو ځله وئيلي دي چې په قبائيلي سيمو دډرون بريدونو ترسره کولو هيڅ جواز نشته ، دغه بريدونه دترهه گرۍ په ضد جگړې لپاره زيانمن بلي او وائي دغسې بريدونه دهيواد دخپلواکۍ په ضد دي.
دپاکستان دوزيراعظم يوسف رضا گيلاني په هکله وکي ليکس ليکي وزيراعظم دريځ لري چې ترڅو ډرون خپل اصلي هدف( ورانکاري) په نخښه کوي تر هغې به هغه دغه لوري ته پام نۀ وگرځوي.
دوکي ليکس له مخې گيلاني وائي مونږ به هسې خو دډرون بريدونو په ضد په قومي اسمبلۍ کې احتجاج کوؤ خو وروستو به بيا ددغه اړخ څخه خپل پام اړوؤ.
وکي ليکس په ډاگه کوي دامريکې دځانگړو ځواکونو وړې ډلې په شکمنه توگه دپاکستان پوځي ځواکونو سره قبائيلي سيمو کې دطالبانو او القاعده دجنگيالو او دډرون بريدونو کې په سيمه کې دمرستې لپاره کار کوي.
بل لوري ته دوکي ليکس په نورو خپرو کړل شوؤ معلوماتو کې وئيل شوي دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني دکال 2009م دمارچ په مياشت کې دامريکائي سفيرې سره په ليدنه کې هغې ته وئيلي ؤ چې کيدى شي په زرداري داستعفي ورکولو لپاره فشار راوړي.
دجنرال کياني له خلې وئيل شوي هغه به دعوامي نيشنل پارټۍ مشر اسفنديارولي دصدر منتخب کيدو ملاتړ کوي نۀ چې دنواز شريف.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG