لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پښتون لاریون کې ښځې هم د بېدرکه خپلو خپلوانو لپاره میدان ته وتي


pashton jarga in islamabad

د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې د پښتنو لاریون کې هغو ښځو هم برخه اخستې چې زوی، ورور، پلار او یا خاوند يې امنیتي چارواکو وژلی، ټکولی او یا بې درکه کړی.

د نهو وروځو راهسې روان پښتون لاریون کې پښتنو ښځو د احتجاج تالار ته د درد ډکې قیصې وروړي دي. په میدان کې د دوي لخوا نیول شوو عکسونو کې د هغوي په خپلو خپلوانو د تیرو شوو ظلمونو قیصې څرګندې ښکاري اود پاکستان په پوځ او نورو امنیتي ادارو تور لګوي چې خپل خپلوان يې ورله وژلي او یا په زور بې درکه کړي.

د هرې پښتنې ښځې درد د بلې نه جدا وو او ګڼو د ریاستي ادارو نه د خپلو بې درکه شوو خپلو خپلوانو غوښتنه کوله.

په کراچۍ کې د نقیب الله مسید د وژنې وروستو پیل شوي دغه پښتون لاریون مهمو غوښتنو کې د راؤ انور نیول او عدالت ته وړاندې کول، د عدالتي فیصلو پرته د ادارو لخوا د پښتنو وژنه بندول، د ریاستي ادارو لخوا په زوره بې درکه شوي پښتانه ځوانان عدالت ته وړاندې کول، د پوځي اپریشنو په وخت د لږیدلي ځمکني ماینونه پاکول او په فاټا کې د بدو پېښو وروست په کرفیو (ګرځ بندیز) ختمول دي.

د وي او ای ډیوه ٫٫ د میرمنو غږ٬٬ خپرونه کې د برخه اخستو په وخت د مدني ټولنې غړې ثنا اعجاز ویلي نن دغه مظاهره کې د سوات او خېبر پښتونخوا د نورو برخو نه یو شمیر ښځو برخه اخستې.

میرمن ثنا اعجاز وايي: ٫٫ د سوات یو شمیر مېندې دغه لاریون ته راغلې چې بچي ي په سوات کې د عملیاتو وروستو بې درکه دي او یا د امنیتي ادارو لخوا نېول شوي دي.٬٬

ثنا اعجاز ویلي وړاندې چې کله هم پښتنود ریاست نه خپل حق غوښتې، د غدارۍ تور پرې لږیدلی. خو زیاتوي ٫٫ اوس وخت راغلی چې پښتانه د دغه ځوانانو سره یو شي او خپل حقونه وغواړي.٬٬ ثنا اعجاز ویلي چې څومره پښتنې ښځې په پاکستان کې د ریاستي ادارو له امله اغیزمنې شوي پکار ده راوخي او د خپل حق غوښتنه وکړي.

د اسلام اباد په دغه لاریون کې ګډون کونکې عزیزه مسید د میرمنو غږ خپرونه کې ویلي پښتانه د ډیرو مودې راهسې د امنیتي ادارو لخوا په حدف کیږي. دوي په بیلا بیلو طریقو زورول کیږي او د مختلفو سیاسي ګوندونو تر څنګ د مذهبي ګوندنو لخوا هم د خپلو مفاداتو لپاره د خشاک په توګه کارول شوي دي.

د عزیزه مسید په وینا اوس وخت راغلی چې پښتانه نور په دغه ریاستي جبر او زورونو چپ پاتې نه شي او خپل اواز پورته کړي. او تر څو چې يې خپل حقونه نه وي ترلاسه کړي نو دغه پرامنه لاریون دې هم دغه شان وساتي.

د میرمنو غږ خپرونه کې میرمن ثنا اعجاز ویلي ٫٫ پښتانه د فلسطین، کشمیر او د نورو مسلو پر ځاې په لومړي ځل د خپلو حقونو لپاره راوتي او تر هغې پورې به دوام لري، تر څو چې د دوي غږ اوریدل شوی نه وي.٬٬

د اسلام اباد په دغه لاریون کې او د پښتنو نه علاوه د بشري حقونو او مدني فعالینو سره کار کونکې ښځو او سړو هم برخه اخستې او د سیاسي مشرانو تر څنګ يې د ریاستي ادارو لخوا په پښتنو کیدونکي ظلم او تیریو په اړه وینا ګانې هم کړي.

XS
SM
MD
LG