لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ورلډ کپ د فاینل لوبې امپایر وایي په قضاوت کې یې اشتباه کړې، خو پرې خفه ندی


د سري لنکا پخوانی کرکټ لوبغاړی کومار دهرماسینا د ورلډ کپ د وروستۍ یا فاینل لوبې امپایر و

د کرکټ د ٢٠١٩ ورلډ کپ لوبو وروستۍ یا فاینل سیالي چې د انگلینډ او نیوزیلنډ ترمنځ وشوه، ډېره زیاته توده وه او د لیدونکو سخت جذبات یې راپارولي و. اوس د هغې لوبې امپایر دا منلې چې په یو حساس اوورترو کې یې انگلینډ ته د شپږو رنزونو ورکول، تیروتنه وه او باید چې پنځه یې ورکړي و.

د ورلډ کپ اصلي فاینل لوبه برابره پای ته ورسېده او خبره سوپرآور ته وغځېده چې هلته هم برابره ختمه شوه، خو آخر کې انگلینډ د قواعدو پر اساس، چې شپږیزې او څلوریزې یې زیاتې وهلې وې، د کپ گټونکی وپیژندل شو.

د فاینل لوبې په آخري آور کې، کله چې بال د بېن سټوک په بټ ولگېد، بال له باونډرۍ واووښت او په عین وخت کې د انگلینډ بټسمنانو منډې هم جوړې کړې. په دې حالت کې څلور رنزه خو له باونډرې نه د بال په اووښتو ورکړل شوې، او دوه نمرې هم د دوی د منډو له امله. کله چې هم د بال په وتلو څلوریزه جوړه شي او هم بټسمنان منډې وکړي، دې ته اوورترو وایي.

د فاینل لوبې امپایر، د سریلانکا سره تعلق لرونکی، کومار دهرماسینا و، چې انگلینډ ته یې د وروستي آور په اوورترو کې شپږ نمرې ورکړې.

د کرکټ ماهرین، په شمول د پخواني نامتو امپایر سایمن ټاوفل، وایي چې په هغه اوورترو کې باید انگلینډ ته پنځه نمرې ورکول شوې وی، نه شپږ، ځکه د هغو په وینا کله چې بال بیرته وویشتل شو، بټسمن دویمه منډه نه وه پوره کړې.

د فاینل لوبې امپایر، دهرماسینا هم سنډې ټایمز اخبار ته ویلي چې د لوبې په میدان ورته د ټي وي تصویرونو د بیا کتنې سهولت نه و. هغه زیاته کړې: "اوس چې یې پر ټي وي باندې له سره هغه شیبه گورم، نو منم چې په قضاوت کې تیروتنه شوې ده."

مگر دهرماسینا دا هم ویلي چې اوس د خپلې هغې فیصلې په اړه خفه نه دی. نوموړی وایي انگلینډ ته یې د شپږو رنزونو د ورکولو فیصله پس له هغه وکړه چې له خپل مرستیال امپایر او نورو چارواکو سره مشوره وکړه.

که څه هم پخواني مشهوره امپایر، سایمن ټاوفل د فاکس سپورټ آسټرالیا سره مرکه کې دا فیصله یوه "ښکاره اشتباه" بللې ده، خو د امپایرانو دفاع یې هم کړې او ویلي یې دي چې هغوی باید یوه ډېره پیچلې او سخته فیصله کړې وه. د سایمن په وینا، دا به له انصافه لیرې خبره وي چې وویل شي هغې فیصلې د ورلډ کپ ټورنمنټ نتیجه بدله کړې ده، ځکه که پنځه رنزه هم انگلینډ ته ورکړل شوي و، بیا چا ته معلوم نه و چې په وروستیو بالونو کې به څه کیږي.

XS
SM
MD
LG