په دنیا کې د لوږې د ختموولو دپاره د کوښښونو په سر د کال ۲۰۲۰ د امن انعام د ملګرو ملتونو خوراک ادارې ورلډ فوډ پروګرام ته ورکړی شو.
په کال ۲۰۱۴ کې د سوات ملاله یوسفزۍ ته سیمه کې د مېرمنو د تعلیم دپاره د خپل غږ پورته کوولو په سر د امن نوبل انعام ورکړی شوی و.
د ناروی د نوبل کمېټۍ مشرې بریټ ریس اېنډرسن وویل په نړۍ کې د لوږې د خاتمې او د دې په نتیجه کې د امن دپاره د حالاتو برابرولو په سر د امن نوبل انعام ورکړی شو.
دا ۱۲ نوبل انعام دی چې ملګرو ملتونو او یا کومې ادارې ته یې ورکړی شو.
اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي د سږ کال د امن نوبل انعام ډبلیو اېف پي ته په داسې حال کې ورکړی شو چې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د ملګرو ملتونو د یو شمېر ادارو نه خپل ملک وېستلی دی چې پکې د ملګرو ملتونو د انساني حقونو اداره او د یونېسکو یا د ثقافت ادارې شاملې دي. د کرونا وایرس په اړه صدر ټرمپ د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ډبلیو اېج او په کردار هم سخت تنقید کړی او د هغه اعلان کړی چې په ډبلیو اېچ او کې به د امریکې رکنیت ختم کړي.
د سږ په نورو نوبل انعامونو کې د ادب نوبل انعام د امریکې شاعرې لوېس کلګ اخیستی. د ادب او د امن انعاومونونه علاوه د سږ کال نور انعامونه په کېمسټري، طب او فلکیاتو کې تراوسه ورکړی شوي دي.