لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اکټوبر ۱۱ نیټه په نړۍ کې د وړو جونو د ورځې په توګه لمانځل کیږي


د سوات نوبیل انعام گټونکي ملاله یوسفزۍ په نړۍ کې د جینکو د تعلیم لپاره قوي غږ دی
د سوات نوبیل انعام گټونکي ملاله یوسفزۍ په نړۍ کې د جینکو د تعلیم لپاره قوي غږ دی

نن یعنې د اکټوبر ۱۱ نیټه په ټوله نړۍ کې د ملګروملتونو لخوا د وړو جونو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي.

ددغې ورځې د لمانځلو موخه دا ده چې په هغو ستونزو رڼا واچول شي چې جونې ورسره مخامخ دي او تر ټولو مهمه یې ددوي د تعلیم او زده کړو مسله ده.

شمېرې ښيي چې په پاکستان کې له شلو میلیونو زیات داسې ماشومان چې عمرونه یې له پنځو څخه تر ۱۶ کالو پورې دي له ښونځیو بې برخې دي.

په پاکستان کې د ښونځي یوه ۱۲ کلنه زده کونکې شګفته نفیس هر ورځ ښونځي ته اوږد پلی مزل کوي خو بیا هم له ښونځي سره ډیره مینه لري. "bما والدینو سره دومره پیسې نه وي چې زه یې ښونځي ته لیږلې وم. مونږ غټه کورنۍ لرو او په یوه کرایي کور کې ژوند کوو. زه له اردو او ساینس سره ډیره مینه لرم. د ساینس په ټولګي کې ښونکي مونږ ته د هغو څېزونو په اړه معلومات راکوي چې په نړۍ کې تیرېږي."

په افغانستان کې بیا د زده‌ کړو پر شرایطو برابرې نږدې دوه نیم میلیونه افغانې نجونې له ښوونځیو بې‌ برخې دي​.

د پوهنې د وزارت سرپرست او د عمومي زده ‌کړو مرستیال ابراهیم شینواري د چهار شنبې په ورځ د نجونو د نړیوالې ورځې په اړه په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل​ "له هغو درې نیم میلیونه ماشومانو څخه، چې د ښوونځي د عمر دي او له ښوونځي څخه بهر دي، له هرو دریو څخه یې دوه نجونې دي".

د پوهنې سرپرست وزیر پر وینا، هغه نجونې چې ښوونځي ته لاسرسی هم لري، له شپیتو نیولې تر اویا فیصده یې د ځینو لاملونو له امله خپلې زده‌کړې بشپړولی نه شي او ښوونځی په نیمايي کې پریږدي.

ښاغلي شینواري ټینګار وکړ، چې په دې برخه کې به له دیني عالمانو، قومي مشرانو او ټولنیزو شوراګانو سره په ګډه کار وکړي، تر څو هغوی د نجونو د زده‌کړو د ارزښت په تړاو د عامه پوهاوي په پروګرامونو کې له وزارت سره مرسته وکړي.

ښاغلي شینواري وویل، په ښوونځیو کې د نجونو د شمیرې د زیاتولو په موخه به، په راتلونکو دریو کلونو کې ۳۰ زره ښځینه ښوونکې په ځانګړې توګه پر دندو وګمارل شي او دغه راز د پوهنې وزارت په ۸۰۰۰ خالي بستونو کې به ۵۵ فیصده ښځې جذبې شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG