لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکومتونو د انټرنیټ ازادي محدوده کړیده


په دې نقشه په سور رنگ کې هیوادونو کې د انټرنېټ ازادي نه لري
په دې نقشه په سور رنگ کې هیوادونو کې د انټرنېټ ازادي نه لري

اکثره حکومتونه ټولنیزې رسنۍ کنټرولوي، په ژوندۍ بڼه د ویډیوګانو په خپرولو او د انټرنیټ په هغو شخصي کمپنیو باندې بندیزونه لګوي کوم چې له انټرنیټي سانسور څخه د باندې وي.

دغه خبره د فریډیم هاوس په نامه د یوې نړیوالې ادارې د ۲۰۱۷ کال په راپور کې شویده.

په یادې ادارې کې د انټرنیټي ازادۍ د څانګې مشرې سنجا کیلې وايي:

(په تېرو وختونو کې داسې ښکاریده چې حکومتونو به یواځې خلک بندیان کول او انټرنیټي پاڼې به يې ورته تړلې خو وروسته پوه شول چې دا کافي نه دي. اوس دوي په خپله د انټرنیټ له لیارې خپل پیغامونه شریکوي چې اکثره پکې ټول غلط معلومات وي.)

د فریډم هاوس په دغه راپور کې د نړۍ کابو ۸۷ فیصده انټرنیټي خدمات ارزول شویدي چې له مخې یې د انټرنیټ ازادي تر پخوا ډیره خرابه شویده.

چین په پرلپسې توګه د اوم کال لپاره اوس هم د انټرنیټ د نه ازادۍ په برخه کې د نړۍ تر ټولو خراب هېواد دی.

ترکیه، فیلپین، وینزویلا، د نړۍ له هغو ۳۰ هېوادونو څخه دي چې پکې حکومتونو د خپلو نظریو د خپرولو لپاره ډیجټلي پوځ رامنځته کړیدي.

د نړۍ په ځینو برخو کې په ټیلیفوني اړیکو باندې بریدیزونه لګول کیږي لکه په چین کې د ټیبیټیانو او په ایتوپیا کې د اورومو په سیمو باندې.

کارپوهان وايي داسې کړنې د ډیموکراسۍ په وړاندې خنډونه جوړوي.

په انټرنیټي ټولنه کې د نړیوالې پالیسۍ د پراختیا د څانګې مرستیاله سیلې وینتوړد وايي:

(حکومتونه په رښتیا هم هغه انټرنیټي پاڼې او خدمات بندوي کومې چې ددوي د سیاسي دریځ سره په ټکر کې وي او یا یې د ځان په ضرر وګڼي. خو له بله پلوه له دې کار سره دوي د خپلې سیمې اقتصاد ته هم ضرر رسوي. ځکه په انټرنیټ باندې نن سبا د پانګوالو راجذبول او د سوداګرۍ په ډیرو برخو کې هم کار اخیستل کیږي.)

د فریډم هاوس په راپور کې دا هم راغلي دي چې حتی په متحده ایالاتو کې هم د انټرنیټ ازادي یو څه کمه شویده چې د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د غلطو خبرونو خپرول یې یوه بیلګه ده.

همدارنګه په دغه مهال یوشمیر هغه ژورنالستان ویرول شوي وو چاچې د ډانلډ ټرمپ خبرې چلنج کړې وې.

د فریډم هاوس د راپور پر بنسټ، په نړۍ کې د انټرنیټ یوه په څلورمه برخه کارکونکي پداسې ځآی کې ژوند کوي چې پرې هیڅ ډول انټرنیټي بندیزونه نشته.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG