لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سیمې او د نړۍ په خبرونو یو نظر


د سپینې ماڼۍ یو لوړ رتبه چارواکی وایي د امریکا د ولسمشر ډنالډ ټرمپ زوم چې د هغه جګ پوړی صلاکار هم دی دا مهال په عراق کې دی. خبر زیاتوي چې کوچنر د امریکا له لوی درستیز جنرال جوزیف ډنفورد سره پدغه سفر کې ملګری دی
د سپینې ماڼۍ یو لوړ رتبه چارواکی وایي د امریکا د ولسمشر ډنالډ ټرمپ زوم چې د هغه جګ پوړی صلاکار هم دی دا مهال په عراق کې دی. خبر زیاتوي چې کوچنر د امریکا له لوی درستیز جنرال جوزیف ډنفورد سره پدغه سفر کې ملګری دی

ایران د سعودي عربستان لخوا د پوځي ایتلاف د مشرتوب لپاره د پاکستان د پخواني پوځي مشر جنرال راحیل شریف په ټاکلو اندیښنه ښودلې.

په اسلام اباد کې د ایران سفیر مهدي هنردوست یوې خبري ادارې ته ویلي چې پاکستان یې په خپلو اندیښنو په رسمي توګه خبر کړیدی.

په پاکستان کې سیاسي ګوندونو هم د شریف په ټاکنه باندې نیوکې کوي او وایې چې له دې سره به د خلیج په هیوادونو کې د پاکستان بې پلوه پاتې کیدل نا ممکن شي.

------

د پاکستان د بهرنیو چارو صلاکار سرتاج عزیز د رسنیو له هغه ۱۴ کسیز افغاني پلاوي سره ولیدل چې دا مهال د پاکستان په دوره دی.

سرتاج عزیز وویل افغانستان او پاکستان باید د ترهګرۍ پرضد جګړې، امنیت او په پوله د ترهګرو ډلو د تګ راتګ د مخنیوي په برخه کې په ګډه کار وکړي.

سرتاج عزیز دا هم وویل چې د افغانستان د شخړې حل د پوځي لیارې ناممکن دی او باید شخړه د سیاسي لیارې ستونزې حل شي.

------

افغان چارواکي وایي د ازرګان ولایت د مرکز ترینکوټ په شاخوا سیمو کې ۷۶ ترهګر ددوي د پوځي عملیاتو په ترڅ کې وژل شویدي.

د ارزګان د امنی قومندان جنرال غلام فاروق سنګري امریکا غږ ته وویل چې د یوې اونۍ په دغو عملیاتو کې یې له ترهګرو څخه څلور کیلومټره سیمه پاکه کړیده.

د یوه بل خبر له مخې د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د داعش ۲۷ کسان د افغان او امریکایي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې وژل شویدي.

د ننګرهار د والي ویاند ددې خبر پخلی کړی او زیاتوي چې د داعش ډلې یاد ترهګر یې په اچین ولسوالۍ کې وژلي دي.

د سپینې ماڼۍ یو لوړ رتبه چارواکی وایي د امریکا د ولسمشر ډنالډ ټرمپ زوم چې د هغه جګ پوړی صلاکار هم دی دا مهال په عراق کې دی.

خبر زیاتوي چې کوچنر د امریکا له لوی درستیز جنرال جوزیف ډنفورد سره پدغه سفر کې ملګری دی.

دمګرۍ د کوچنر د سفر په اړه زیات معلومات نه دي خپاره شوي خو داسې ښکاري چې د داعش په ضد روانه جګړه به د هغه د اجندا په سر کې ځای ولري.

کوچنر هم د خپل خسر په څیر هیڅ ډول پخوانۍ حکومتي تجربه نه لري خو په چټکۍ سره په واشنګټن کې د ځواکمنو کسانو په کتار کې يې ځای ونیوه.

هغه د ټرمپ له لور ایوانکا سره واده کړی.

--------

د متحده ایالاتو ولسمشر ډنالډ ټرمپ د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې وکتل.

دا سپینې ماڼۍ ته د مصري مشر لومړی سفر دی.

د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما په مصر باندې د جنرال سیسي په مشرۍ د هغي پوځي کودتا نه وروسته خپلې مرستې بندې کړې چې د مصر لومړنی ولسواکه جمهور ریس محمد مرسي یې په ۲۰۱۳ کې له واکه ګوښه کړ.

سیسي یو کال وروسته بیا جمهوري ریاست لپاره وټاکل شو.

اوباما سیسي ته د سپینې ماڼۍ د راتګ بلنه نه وه ورکړې او د اخوان مسلمین پرضد د پوځي کودتا پر سر یې نیوکې کولې.

خو سیسي د اخوان مسلمین سره د ترهګرې ډلې په توګه چلند کوي.

------

د اټکل له مخې د امریکا په لاس انجلس ایالت کې چې څلور میلیونه اوسېدونکي لري کابو نیم میلیونه کسان یې بې اسنادو یا غیر قانوني دي.

د یاد ایالت د پولیسو مشر الفرید لیبرادا هم چې یو مهال له همدې کسانو څخه وه وایې د کډوالو په وړاندې د ډنالډ ټرمپ له اداري فرمان څخه وروسته د بې اسنادو کسانو ویره ډیره زیاته شویده.

ده وړاندې وویل د همدې ویرې له امله یوشمیر والدینو حتي خپل ماشومان ښونځي ته له تګ څخه هم منعه کړیدي.

-------

سترې سمیزې سروې ګانې ښیې چې په اسیا کې فساد اوس هم د حکومتونو د پرمختګ په وړاندې ستره ننګونه ده.

د شفافیت نړیوالې ادارې چې په برلین کې میشت ده او د سیاسي او اقتصادي خطر تر نامه لاندې هانګ کانګ میشتې ادارې په خپلو سروې ګانو کې ویلي دي چې سینګاپور، اسټرالیا او جاپان کې د فساد کچه کمه شویده.

راپور زیاتوي چې د فساد اندازه په کمبوډیا، اندونیزیا او ویتنام کې اوس هم ډیره لوړه ده.

------

په ملګروملتونو کې د امریکا سفیرې نېکې هیلې وویل جمهور ریس ډنالډ ټرمپ د روسیې په وړاندې له نیوکو کولو څخه هغه نه ده منعه کړې.

نوموړې اې بي سي نیوز ته وویل ټرمپ حتی یوځل هم له هغې نه دي غوښتي چې په روسیې باندې دې نیوکې نه کوي.

هیلې د روسيې په وړاندې د خپلو نیوکو پر دوام وویل په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د روسیې لخوا د یوکراین د کرایمیا په ټاپو باندې د منګولې خښول غلط وه.

هیلې په دې هم نیوکې وکړي چې روسیه د یوکراین په ختیځ کې له روسي پلوو جنګیالیو سره چې د قیف په وړاندې جګړه کوي مرسته او ملاتړ کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG