لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په شام کې د کیمیاوي حملې رپورټ او د نړۍ ځینې نور خبرونه


د شام د ادلب صوبې په خان شیخون کلې کې په مشکوک کیمیاوي کې زخمي یو ماشوم
د شام د ادلب صوبې په خان شیخون کلې کې په مشکوک کیمیاوي کې زخمي یو ماشوم

د سوریې په شمال کې د کیمیاوي وسلو په یوه مشکوک برید کې د وژل شویو ملکي وګړو شمیر ۵۸ تنو ته ورسېده.

په سوریه کې د بشري حقونو د څار یوه برتانیه میشته اداره وایي چې د شمالي ایالت ادلیب په خان شیخون نومې ښار کې ددغه ترسره شوي هوايي برید په قربانیانو کې لږ تر لږه ۱۱ تنه ماشومان هم شامل وه.

دوی وایې له برید وروسته د پېښې په ځای کې ډیرو قربانیانو کانګې کړې وې په خولو کې یې ځږونه وه او خفک شوي وه.

د بشر د حقونو ډله وړاندې لیکي دا لا څرګنده نه ده چې دغه برید به روسي او یا سوریایي جنګي الوتکو ترسره کړی وي.

-------

د ټرمپ اداره په ملګروملتونو کې د نفوسو په ادارې باندې خپلې پیسې بندوي او پرې تور لږوي چې د ماشومانو د اجباري زیان یا ایبورشن او له خوښې پرته د بچو د نه راوړلو یا شنډوالي ته کار کوي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د سنا د بهرنیو اړیکو کمیټې ته په یوه لیک کې لیکلي دي چې دوي به د ۲۰۱۷ میلادي کال له بودیجې څخه دوه دیرش نیم میلیونه ډالره کم کړي.

په لیک کې وړاندې راغلي دي چې یو ان اف پې اې د چین د روغتیا ادارې سره په ګډه د دوه ماشومانو لرلو په پالیسی کال کوي چې په ترڅ کې یې د چینایانو د بچو راوړلو حق محدود شوی.

د بهرنیو چارو وزارت وایي چې دوی به دغه پیسې په کورني روغتیایي پروګرام باندې ولږوي.

-------

سعودي عربستان وایي د داعش د ځپلو په برخه کې به له امریکا سره خپله همکاري زیاته کړي.

د متحده ایالاتو ددفاع وزارت وایي د امریکا په مشرۍ ایتلاف د داعش پرضد د خپل کمپاین په ترڅ کې یواځې د مارچ له ۲۸ نیټې څخه په سوریه کې ۷۸۴۰ هوایي بریدونه کړیدي.

دوی وایي له دغو بریدونو څخه ۳۷۱ یې امریکا کړي او پاتې نور یې اسټرالیا، بحرین، برتانیې، کاناډا، ډنمارک، فرانسې، اردن، هالنډ، سعودي عربستان، ترکیې او عربي متحده اماراتو ترسره کړیدي.

------

د متحده ایالاتو او چین ولسمشران به روانه اونۍ په فلوریډا کې د لومړي ځل لپاره له یوه بل سره مخامخ وګوري.

څیړونکي وايي د ډنالډ ټرمپ او زې جینګ پینګ ترمنځ خبرې به د دغو دوو سترو اقتصادي قدرت لرونکو هیوادونو ترمنځ اړیکو باندې وڅرخي.

له دغو خبرو څخه دمخه ټرمپ اټکل کړی وه چې دا به اسانه خبرې نه وي.

ټرمپ همدارنګه له چین څخه غوښتي وه چې د شمالي کوریا په وړاندې دې زیات څه وکړي.

ټرمپ د فایننشل ټایمز ورځپاڼې سره د خپلې مرکې په ترڅ کې د یکشنبې په ورځ ویلي وه چې چین دغه ستونزه نه حلوي خو مونږ به یې حل کړو.

------

د متحده ایالاتو ولسمشر ډنالډ ټرمپ خپل د کمپاین د وخت یوه بله ژمنه هم چې خپله د کال د لومړنۍ ربعې تنخوا به د ملي پارک خدماتو ته ورکړي.
د سپینې ماڼۍ د رسنیو مشر شان سپایسر د دوشنبې په ورځ د یادو پیسو چک په سپینه ماڼۍ کې د یوې خبرې غونډې پرمهال د کورنیو چارو وزیر رایان زینکي ته ورکړ.

د نشنل پارک سرویس د کورنیو چارو وزارت پورې تړلې اداره ده چې ټرمپ یې له کلنۍ بودیجې څخه تر یو میلیارد ډالرو څخه زیات کم کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG