لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سیمې او د نړۍ په ځینې مهمو خبرونو یو نظر


د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ به نن د دوشنبې په شپه د خپلو خبرو پرمهال د افغانستان په اړه د امریکا نوې تګلاره اعلان کړي
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ به نن د دوشنبې په شپه د خپلو خبرو پرمهال د افغانستان په اړه د امریکا نوې تګلاره اعلان کړي

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ به نن د دوشنبې په شپه د خپلو خبرو پرمهال د افغانستان په اړه د امریکا نوې تګلاره اعلان کړي.

سپینې ماڼۍ د یوه خپور شوي بیان په ترڅ کې ویلي دي چې ټرمپ به دغه خبرې له واشنګټن څخه د باندې د فورټ مایر په نامه له پوځي مرکز څخه اعلان کړي.

د امریکا ددفاع وزیر جیمز ماټیس د یکشنبې په ورځ وویل چې ټرمپ د افغانستان د نوې سټراټیژي په اړه خپله پریکړه کړې خو پدې اړه یې نور څه وه نه ویل.

ماټیس یواځې دومره وویل چې دغې سټراتیژۍ له افغانستان سربېره جنوبي اسیا هم رانغاړلې ده.

---------

امریکا او جنوبي کوریا نن د دوشنبې يا ګل په ورځ خپل لس ورځني پوځي تمرینات پیل کړل.

په سږنیو پوځي تمریناتو کې د تیر کال په پرتله لږو سرتیرو برخه اخیستې.

پوځي مشران وايي دغه تمرینات به د پوځ له چمتوالي سره مرسته وکړي خو داسې اندېښنې هم شته چې کېدای شي له دغو پوځي تمرینانو سره په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شي.

شمالي کوریا پدې وروستیو کې له خپل هغه پروګرام څخه په شا شوې وه چې غوښتل یې امریکا پورې تړلې د ګوام له ټاپو سره د خپلو میزایلو ازموینه ترسره کړي.

-------

د سوریې ولسمشر بشار الاسد په هغو هېوادونو باندې نیوکې وکړې چې د تیرې شپږ کلنې جګړې پرمهال یې د یاغیانو ملاتړ کړی خو اوس غواړي له دمشق سره ډپلوماټیکو اړیکې ولري.

اسد وویل له دغو هېوادونو سره به هیڅ ډول امنیتي همکاري او د سفارتونو پرانسته نه وي تر هغو چې له یاغیانو سره چې دی یې ترهګر ګڼي خپلې اړیکې په بشپړه توګه پرې کړي.

اسد زیاته کړه سوریه به نور لویدیځ ته وه نه ګوري بلکه له ختیځ سره به له سیاسي، اقتصادي او کلتوري پلوه تړلې وي.

--------

په هندوستان کې پولیس د هغه اوښتي اورګاډي په اړه پلټنې کوي د کوم په ترڅ کې چې د شنبې یا خالي په ورځ ۲۳ کسان مړه شول.

د هندوستان د ریلوې ویاند نیراج شرما وايي، پېښه په اوتر پرادیش ایالت کې رامنځته شوې وه خو د علت په اړه یې دمګرۍ معلومات نشته.

په پېښه کې د اورګاډي شپږ ډبې یوې او بلې خواته اوښتې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG