لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سیمې او د نړۍ په ځینې مهمو خبرونو یو نظر


داعش ډلې په سوریه کې د دوشنبې د ورځې د هغه ځان وژونکي برید پړه په غاړه اخیستې په کوم کې چې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي وه.

د داعش لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې د دمشق په المیدان کې د پولیسو په یوه مرکز دغه برید ددوي دریو کسانو ترسره کړی.

د سوریې د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې برید د دوه ځان وژونکو لخوا ترسره شوی.

په تیر ډیسمبر کې په یادې سیمه کې د پولیسو په یوه مرکز کې یوه ځوانه انجلۍ له چاودیدونکو توکو سره ننوتې وه او بیا د ریموټ کنټرول پواسطه یې چاودنه کړې وه او درې پولیس یې وژلې وه.

-------

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن د سې شنبې په ورځ پرټو ریکو ته ځي تر څو په هغو سیمو لیدنه وکړي چې په زورور سمندري طوفان کې سختې ځپل شوې وې.

ټرمپ به د پرټو ریکو له والي ریکارډو روسیلو، پوځيانو او له هغو خلکو سره ووینې چې د یاد طوفان له امله زیانمن شویدي.

ټرمپ به همدارنګه د ورجن ایلنډ له والي سره هم وګوري ځکه ددې ځای یو شمېر سیمې هم په سمندري طوفان کې زیانمنې شوې وې.

-------

د ټرمپ په اداره کې ځینې سرچینې وايي چې امریکا به له کیوبا څخه وه غواړي چې په واشنګټن کې د خپل سفارت کارکونکي کم کړي.
دغه راپورونه هغه مهال خپاره شول کله چې ټرمپ یوه اونۍ مخکې په کیوبا کې خپل ډپلوماټیک شتون وروسته له هاغې راکم کړ کله چې په کیوبا کې په امریکایانو باندې یوه برید ترسره شو.

د اسوسیټیډ پریس د راپور له مخې امریکا به له کیوبا څخه وه غواړي چې په واشنګټن کې خپل ۶۰ سلنه کارکونکي کم کړي.

-------

او د فزیک سږنۍ د نوبل جایزه درې کسانو وګټله.

دغه درې کسان رینر ویس، بیړې بیریش او کیپ توړن نومېدل چې د جاذبې د امواجو په برخه کې یې کار کاوه.

د سویډن شاهي اکاډیمۍ دغه اعلان نن وکړ چې ورسره به یو عشاریه یو میلیون ډالره نقدي جایزه هم وي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG