لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سېمي او نړۍ ځېنې مهم خبرونه


د عراق حکومتي ځواکونه د دوشنبې په ورځ کرد مېشتي ښار کرکوک ته ننوتي او د والي دفتر، مهم پوځي مرکزونه او د تیلو زیرمې یې نیولې دي.

د امریکا په واسطه روزل شوي عراقي ځواکونه د لومړي وزیر حیدر عبادي په امر د عراق دغه شمالي ښار ته ننوتي او د کردانو د بیرغونو پرځای یې د عراق بیرغونه پورته کړیدي.

دغه پرمختګ یوه ورځ وروسته د هغو عملیاتو له پیلیدو څخه وشو چې د کردانو لخوا د تیرې میاشتې د ټولپوښتنې په غبرګون کې پیل شويدي.

بغداد دغه ټولپوښتنه غیرقانوني ګڼلې وه.

--------

میانمار هغه دوه خبریالان چې په بنګلدیش کې دتیرې یوې میاشتې راهیسې بندیان وه خوشې شویدي او ورته له دغه هېواد څخه د وتلو اجازه ورکړل شویده.

مینزایر اوو چې د انځورونو یوې برتانوۍ کمپنۍ سره یې کار کاوه له خپل انځور اخیستونکي همکار هون لات سره د سې شنبې په ماسپښین د پلازمېنې ډاکې څخه روان شویدي.

یاد خبریالان د کاکس بازار په نامه د بنګلدیش جنوبي برخو ته ورغلي وه ترڅو د روهینګا د کډوالو د ستونزو په اړه راپورونه ورکړي.

په میانمار کې د مسلمانو لږکیو پرضد د حکومتي ځواکونو لخوا د روان تاوتریخوالي له امله تر اوسه پورې کابو نیم میلیون کسان بنګلدیش ته کډوال شویدي.

--------

د سومالیا په پلازمینه مګدیشو کې د تیرې شنبې په ورځ د شوې چاودنې له امله، چې پړه یې په داعش اچول کیږي، د وژل شویو کسانو شمېر له ۳۰۰ تنو زیات شویدی.

د مګدیشو د امبولانس خدماتو د څانګې مشر ډاکتر عبدالقدیر ادم امریکا غږ ته وویل چې په یادې چاودنه کې د ۳۰۲ کسانو وژل کېدل تایید شویدي.

حکومتي چارواکي وایي، ۴۲۹ ژوبل کسان نږدې روغتونونو ته وړل شویدي او تر ۳۰ زیات سخت ټپیان ترکیې ته د درملنې لپاره د دوشنبې په ورځ وه لېږدول شول.

چارواکي وایي د وژل شویو کسانو شمېره ښايي نوره هم زیاته شي.

-------

د فلیپین ولسمشر رادریګو دوترتې اعلان وکړ چې د مراوي جنوبي ښار یې له داعش سره د پنځه میاشتنۍ جګړې په پایله کې له ترهګرو څخه پاک کړیدی.

نوموړي دغه څرګندونې دوه ورځې وروسته له هاغې وکړې چې د اسنیلان هپیلان او عمر خیام موتې په نامه د ترهګرو دوه مهم مشران د پوځ لخوا په نښه او ووژل شول.

هپیلان د داعش له مشر ابوبکر البغدادي سره کار کاوه او امریکا یې د نیول کېدو لپاره د پنځه میلیونو ډآلرو جایزه ټاکلې وه.

د ولسمشر لخوا د مراوي د ازادۍ له اعلانېدو سره سره پوځي چارواکي وايي چې د وسلوالو ترهګرو یوې وړې شل کسیزې یا ۳۰ کسیزې ډلې اوس هم په مراوي کې شل کسان له ځانه سره برمته ساتلي دي.

--------

په اروپا کې ورښت او سړې هوا له اور وژونکو سره د هغه ځنګلي اور په مړ کولو کې مرسته کړېده چې په پرتګال او هسپانیه کې یې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۴۰ کسان مړه کړیدي.

د پورتګال چارواکو د سې شنبې په ورځ وویل چې اور کنټرول شویدی، پداسې حال کې چې په هسپانیه کې د اور لمبو لا اوس هم د سیمې استوګن ګواښي.

پورتګال نن د سې شنبې په ورځ درې ورځنی ماتم اعلان کړیدی.

------

د افغانستان په پکتیا ولایت کې د پولیسو په یوه روزنیز مرکز باندې ترهګرو برید کړی چې په ترڅ کې یې تر شلو زیات کسان وژل شویدي او په لسګونو نور ژوبل شویدي.

چارواکي وايي لومړی یوه ځان وژونکي په چاودیدونکو توکو بار موټر یاد روزنیز مرکز ته څېرمه چولی او بیا نورو وسلوالو له پولیسو سره جګړه پیل کړیده.

د پکتیا د عامې روغتیا ریس هدایت الله حمیدي خبریالانو ته وویل چې په قربانیانو کې پولیس او ملکيان دواړه شامل دي.

د پکتیا په ولایتي چارواکو کې یوه سرچینه وايي چې په دغه برید کې د پولیسو قومندان توریالی ابدیاني هم وژل شویدی.

طالبانو د پېښې پړه په غاړه اخیستې او دا یې د خپلو منصوري عملیاتو برخه ګڼلې.

دې ته ورته برید د سی شنبې په ورځ په غزني کې ترسره شوي وه چې د اسوسیټید پریس د راپور له مخې لږ تر لږه اوه پولیس پکې وژل شوي وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG