لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سېمې او نړۍ ځېنې مهم خبرونه


ټاکل شوې وه چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د دوشنبې په سهار د استرالیا له لومړي وزیر سره دوه په دوه خبرې وکړي خو په دغو خبرو کې دریم کس یعنې د جاپان ولسمشر شینزو ابې ته هم بلنه ورکړل شوه.

دغه بدلون دا په ګوته کوي چې د سیمې د امنیت، په ځانګړې توګه د شمالي کوریا د اټومي او بالستیک میزایلو د ګواښونو په وړاندې باید درې واړه هېوادونه سره ټینګې اړیکې ولري.

د جاپان ولسمشر وویل، زمونږ لپاره مهمه خبره داده چې د سیمې د امنیت او ثبات لپاره درې اړخیزو همکاریو ته زور ورکړو.

په ورته وخت کې د ارام سمندر لویدیځ ته د امریکا، جنوبي کوریا او چاپان د سمندري ځواکونو لخوا د خپل ځواک د ښودلو لپاره تمرینونه پیل شویدي چې د امریکا د الوتکو د لیږد دریو سترو بیړیو هم پکې ګډون کړی.

----------

د ایران او عراق پر پوله د یکشنبې په ورځ یوه زلزله وشوه چې تر ۳۰۰ زیات کسان پکې مړه او ۲۵۰۰ نور ژوبل شویدي.

د ایران دولتي رسنیو نن د دوشنبې یا ګل په ورځ خبر ورکړ چې په زلزله کې ۳۲۸ کسان مړه شویدي چې زیاتره یې د ایران د کرمانشا ولایت اوسېدونکي وو.

د امریکا د جیولوجیکي سروې د معلوماتو له مخې د زلزلې ځواک د ریختر په کچه اوه عشاریه درې اټکل شوی چې مرکز یې د عراق په کردستان کې وه.

زلزلې وروسته نور ټکانونه هم له ځانه سره درلودل چې خلک یې د شپې لخوا د خپلو سیمو پرېښودلو ته اړ کړي وو.

---------

د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې ټلواله وايي، دوی به له یمن سره ځینې هوايي ډګرونه او سمندري بندرونه د بشري مرستو د تېریدو لپاره بیرته پرانیزي.

دغه ګام یوه اونۍ وروسته له هاغې پورته کیږي چې یادې ټلوالې هغه وخت په لنډ مهاله توګه له یمن سره ټولې لارې وتړلې کله چې له یمن څخه په سعودي عربستان باندې یو توغندی وتوغول شو.

سعودي چارواکو په ایران باندې تور پورې کړی وه چې دغه توغندی ایران په یمن کې د هوسي په نامه یاغیانو ته ورکړی وه.

د سعودي تر مشرۍ لاندې ټلوالې په یوه بیان کې ویلي دي، لومړی به هغه لارې پرانیزې چې د یمن د حکومت تر ولکې لاندې دي.

------

اروپايي ټولنې د دوشنبې یا ګل په ورځ په وینزویلا باندې د وسلو او اقتصاد په برخه کې بندیزونه ولګول.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په برسلز کې دغه بندیزونه د تیرې میاشتې د سمیزو ټاکنو به غبرګون کې اعلان کړل د کوم له امله چې د وینزویلا بحران نور هم زیات شوی دی.

په وسلو بندیز ددې لپاره لګول شوی هسې نه چې د وینزیویلا ولسمشر نیکالسوس مدورو یې د خلکو د ځپلو لپاره وه کاروي.

په بندیزونو کې د مدورو د حکومت په یوشمیر پخوانیو او اوسنیو چارواکو باندې سفري بندیزونه او د هغوي د پانګو کنګل کول هم شامل دي.

--------

په اروپا کې په یوه وتلي مسلمان عالم باندې د جنسي زورونې تورونو د اروپا ډیر مسلمانان هک حیران کړیدي چې ډول ډول غبرګونونه ورسره ملګري دي.

په سویس کې زیږیدلي طارق رمضان په اکسفورډ پوهنتون کې له استادۍ څخه تیره اونۍ وروسته له هاغې رخصت واخیست چې د دوه فرانسوي میرمنو لخوا پرې د جنسي زورونو تورونه ولږېدل.

په ۵۵ کلن رمضان باندې ورته تورونه په سویس کې هم لږېدلي دي خو خپله رمضان دغه ټول تورونه ردوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG