لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سېمې او نړۍ په ځېنې مهمو خبرونو یو نظر


د چین د سفر په مهال د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د چین صدر ژي جنپنگ سره لیده کاته کوي
د چین د سفر په مهال د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د چین صدر ژي جنپنگ سره لیده کاته کوي

د امریکا او چین استازي یواځې څو ورځې وروسته له هاغې چې ټرمپ خپل اسیایي سفر پای ته ورسوه د کوریا ټاپو ته ورغلي.

شمالي کوریا ته د چین د استازي په رسېدو سره چې ټرمپ ډیر ارزښتناک وګاڼه یو ځل بیا هغه هیلې را ژوندۍ شوې چې د شمالي کوریا سره موجوده شخړه ښايي د ډپلوماټیکو لارو حل شي.

د چین د ولسمشر ځانګړي استازي سانګ تو د شنبې په ورځ په پیانګ یانګ کې د شمالي کوریا د جګ پورو چارواکو سره لیدلي دي.

د شمالي کوریا د رسنیو له مخې دواړو خواوو د کوریا د ټاپو په اړه د شته اندېښنو او د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې کړیدي.

--------

د عراق سترې محکمې د دوشنبې په ورځ وویل، د کوردستان د خپلواکۍ لپاره ترسره شوې ټول پوښتنه یا ریفرنډم ددغه هېواد له اساسي قانون سره په ټکر کې دي.

محکمې وویل، ددغې ټول پوښتنې پایلې په کومو کې چې زیاتو وګړو د خپلواکۍ لپاره رایه ورکړې وه باید و نه منل شي.

د عراق مرکزي حکومت په وار وار دغه ټول پوښتنه غیر قانوني ګڼلې وه او د عراق سترې محکمې تیره اونۍ پریکړه کړې وه چې د عراق د یوې برخې جلاوالي ته به هم اجازه ورنه کړي.

کردي چارواکو ددغې ټول پوښتنې په اړه خوښي څرګنده کړې وه او دا یې د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو لپاره یو ښه پیل ګڼلی و.

-------

په اندونیزیا کې د فساد ضد ادارې ددغه هېواد د پارلمان مشر د ۱۷۰ میلیونو ډالرو د غبن په تړاو بندي کړیدی.

سیتیا نیوانتو د یکشنبې ناوخته بندي کړای شویدی او د فساد د ورکاوي د کمیسیون ویاند ویلی دي چې د پارلمان له مشر څخه به شل ورځې پوښتنې ګروېږنې کیږي.

خپله سیتیا نیوانتو په ده باندې لګول شوي تورونه رد کړیدي.

چارواکو په نوموړي باندې تور پورې کړی وه چې دی هم د هغو چارواکو په ډله کې و کومو چې په هېواد کې د نویو تذکرو یا شناختې کاردونو د سیستم د پیژندلو له لیارې غوښتل د حکومت پېسې غلا کړي.

-----

د زیمبابوې ولسمشر د دوشنبې د ورځې له هغې نیټې څخه ځان تیر کړ په کومه چې له ده څخه غوښتل شوي وه چې یا دې په خپله خوښه له واکه لیري شي او یا به په زور سره لیرې کړای شي.

رابړټ موګابي د یکشنبې په ورځ د خپلې تلویزیوني وینا پرمهال ویلي وه چې دی د استعفا کولو قصد نه لري.

د یکشنبې په ورځ په میلیونونو کسانو خپل تلویزیونونه او راډیو ګانې پدې تمه لګولې وې چې پکې به د موګابي د ټولواکۍ د ۳۷ کلنۍ دورې د پای ته رسېدو خبر واوري.

ددغه خبر له نه اوریدو سره زیات خلک سخت خفه شول او د ناهیلۍ اوښکې یې تویې کړې.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG