لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سيمې او نړۍ ځينې مهم خبرونه


ښاغلی نیټن یاهو چې په برسلز کې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست له مشرې فیدریکا موغیریني سره یوځای ولاړ و وویل، چې سوله په حقایقو باندې ولاړه وي
ښاغلی نیټن یاهو چې په برسلز کې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست له مشرې فیدریکا موغیریني سره یوځای ولاړ و وویل، چې سوله په حقایقو باندې ولاړه وي

د اسرایلو لومړي وزیر بن یمین نتن یاهو د دوشنبې په ورځ وویل، هغه پدې باور دي چې ټول یا اکثره اروپايي هېوادونه به خپل سفارتونه بیت المقدس ته چې د ټرمپ په واسطه د اسریلو د نوې پلازمینې په توګه وپېژندل شو انتقال کړي.

نوموړي چې په برسلز کې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست له مشر فیدریکا موغیریني سره یوځای ولاړ و وویل، چې سوله په حقایقو باندې ولاړه وي.

نتن یاهو وویل، بیت المقدس د اسرایلو پلازمینه ده او هېڅوک دا نشي رد کولای. پدې سولې ته زیان نه رسیږي بلکه د حقایقو په منلو باندې سوله راځي نو ځکه دا به د سولې لپاره یو بنسټ وي.

موغیریني وویل، اروپايي ټولنه به تر هغو پورې صبر وکړي چې د بیت المقدس په اړه اندېښنې د اسرایلو او فلسطینیانو ترمنځ د خبرو له لیارې حل شي او دا اوس پدې معنی ده چې د ټرمپ د تېرې اونۍ له پرېکړې سره نه یوځای کیږي.

--------------------

ملګروملتونو غږ کړی چې د سوریې له پلازمینې څخه د باندې سیمو څخه دې هغه ۱۳۷ ماشومان وویستل شي کوم چې ناروغان دي.

د ختیځ غوطا په نامه دغه سیمه کې څلور لکه ماشومان ژوند کوي چې د ۲۰۱۳ کال راهیسې پرې خواړه او درمل قطع شوي وو.

د کوچنیانو لپاره د ملګروملتونو وجهي صندق یا یونسیف وايي دغلته پنځه ماشومان د درملنې د نه شتون له امله مړه شویدي.

یونسف وايي ۱۳۷ ماشومان چې عمرونه یې له اوو میاشتو څخه تر ۱۷ کالو پورې دي باید ژر تر ژره د درملنې لپاره له یادې سیمې څخه وویستل شي.

له دغو ماشومانو څخه ځینو ته یې د پښتورګو ستونزې پیدا شوي، ځینو ته خوارځواکي یا سوتغذي او ځینې د جګړو ټپونه لري.

--------------

د کالیفورنیا چارواکي وايي، د لاس انجلس شمال ته د بل شوي ځنګلي اور د وژنې هڅې اوس هم روانې دي.

دغه اور چې یوه اونۍ د مخه پیل شوی تر ۸۰۰ زیاتې ودانۍ سوزولي دي.

دغه اور د توندې سیلۍ له امله په چټکۍ سره خپور شوی او اوس یو خطرناک اور ګڼل کیږي چې ۹۳۰ کیلو مټره سیمه یې سوزولې ده.

تر ۵۷۰۰ زیات اور وژونکي ددغه اور په مړ کولو باندې لګیا دي او له سیمې څخه تر دوه لکو زیات کسان د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شویدي.

-------------

د اسوسیټید پریس د راپور له مخې په برما یا میانمار کې امنیتي ځواکونو د روهینګا له ښځو سره جنسي تیري کړیدي.

په راپور کې ویل شویدي چې دوی له ۲۹ ښځو او جونو سره پدې اړه مرکې کړیدي چې عمرونه یې له ۱۳ او ۳۵ کلونو ترمنځ دي او اوس له برما څخه بنګلدیش ته تښتېدلي دي.

هرې یوې ښځې ویلي دي چې په ډلیزه توګه پرې سریو جنسي تیری کړیدی.

له یوې ښځې پرته نورو ټولو ښځو ویل چې د پوځي یونیفورم درلودونکو پرې جنسي تیری کړی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG