لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د سيمې او نړۍ ځينې مهم خبرونه


ټوېټر په خپلې پاڼې باندې یوشمېر نوي قوانین پلي کړي چې له مخې به یې په دغې ټولنیزې رسنۍ باندې د کرکې او نفرت لیکنې نه خپریږي

جاپان به له شمالي کوریا څخه د زیاتېدونکي ګواښ له امله امریکايي ډوله ځمکنی د میزایلو د دفاع سیستم راونیسي.

د لومړي وزیر شینزو ابې کابینې د سې شنبې په ورځ د دوه میلیاردو ډالرو په ارزښت هغه پلان تصویب کړ چې له مخې به یې د توغندیو د خنثی کولو دوه سیستمونه له امریکا څخه په پیسو باندې و پېري.

د ایګیس ایشور په نامه د مزایلو ددفاع دغه سیستم به تر ۲۰۲۳ کاله پورې فعال شي.

----------------

د امریکا فدرالي پلټونکي وايي، هغه اورګادی چې د دوشنبې په ورځ په سیاټل کې له پټلۍ وتلی و د سرعت له ټاکلي حد څخه تېر روان و.

دوي وايي یاد اورګاډی په په هغه ځای کې ۱۲۹ کیلومټره په یوه ساعت کې روان وه په کوم کې چې باید ۴۸ کیلومټره په یوه ساعت کې تللی.

له پټلۍ څخه د اورګاډي د اوښتو او بیا له ګوڼې ګوڼې څخه په ډک سړک باندې له نورو موټرو سره د جنګېدو په دغه پېښه کې لږ تر لږه درې مسافر مړه شوي دي.

سمیز چارواکي وايي چې په دغې پېښه کې تر سلو زیات نور ژوبل شوي هم دي.

---------------

ټوېټر په خپلې پاڼې باندې یوشمېر نوي قوانین پلي کړي چې له مخې به یې په دغې ټولنیزې رسنۍ باندې د کرکې او نفرت لیکنې نه خپریږي.

ټوېټر له همدې امله په برتانیه کې د برېټن فرسټ په نامه د یو لېرې ښي اړخي ګوند اکاونټونه هم تړلي دي.

یادې ډلې به هغه ویډیوګانې خپرولې په کومو کې به چې مسلمانان په تاوتریخوالي کې ککړ ښودل کېدل.

ددغې ډلې د دوو مشرانو جېډا فرانسن او پاول ګولډینګ اکاونټونه هم تړل شویدي.

------------

روسیې د سې شنبې په ورځ وویل، د ډانلډ ټرمپ لخوا د ملي امنیت نوې اعلان شوې تګلاره د امپراطورانو ده او داسې نه ښکاري چې د نړۍ نور ستر طاقتونه دې پکې په پام کې نیول شوي وي.

د کریملن ویاند ډیمیټري پسکوف وویل چې روسیه امریکا ته د ګواښونو له دید سره موافقه نه ده خو د ټرمپ د ادارې د هغه دریځ هرکلی یې وکړ چې ویلي وه د ګډو ګټو په برخه کې به په ګډه کار کوي.

ټرمپ خپله سټراتيژي د دوشنبې په ورځ اعلان کړه او خبرداری یې ورکړ چې هغه سیال طاقتونه چې ددې ستر هېواد ځواک چلنج کوي باید پوه شي چې امریکا به پدې برخه کې له خپل ټول ځواک څخه کار واخلي.

----------------

XS
SM
MD
LG