لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سیمې او نړۍ ځینې مهم خبرونه


Isabella Disley and her dog Coco wait next to a portrait of Prince Philip, which adorns a window of a department store in Windsor, England.
Isabella Disley and her dog Coco wait next to a portrait of Prince Philip, which adorns a window of a department store in Windsor, England.

په ترکیه کې وکیلانو او سیاستوالو خبرداری ورکړی چې نوی بیړنی فرمان ښايي تاوتریخوالی زیات کړي او د توندلارو ډلو جوړېدل وهڅوي.

د ترکیې د وکیلانو اصلي ډله چې یونین اف ترکیش بار اسوسېشن نومیږي وايي، چې په دغه فرمان کې داسې توري کارول شویدي چې تاوتریخوالی ترې رامنځ ته کېدای شي.

په دغه نوي قانون کې چې د یکشنبې په ورځ پاس شو هغو ملکیانو ته مصونیت یا خوندیتوب ورکړل شوی کومو چې د ۲۰۱۶ کال د جولای د کودتا په شنډولو کې ونډه درلوده.
تر دې مخکې حکومت هغو قانون پلي کونکو ادارو او حکومتي چارواکو ته هم مصونیت ورکړی و کومو چې د کودتا د شنډولو لپاره کار کړی و.

---------

درې پاکستاني پوځیان د هندي پوځ په ډزو کې د دوشنبې په ورځ په لانجمن کشمیر کې وژل شویدي.

د پاکستان پوځ ویلي، له اوربند څخه د سرغړونې له امله د دواړو خواوو ترمنځ ډزې شوي.

هندي پوځ وایي، ځواکونو یې وروسته له هاغې په یوې پوستې باندې ډزې وکړې کله چې سرتیري یې د پاکستان له لوري په نښه شول.

د دوشنبې د ورځې په دغې پېښه کې هندي سرتیري نه دې وژل شوي خو د شنبې یا خالي په ورځ څلور هندي پوځیان په یوې بله سیمه کې د پاکستاني پوځ لخوا وژل شویدي.

-------------

په چین کې د بشري حقونو یو وتلی فعال په اته کاله بند باندې محکوم شوی.

وو ګن چې یو بلاګ لیکونکی دی د ۲۰۱۵ کال په مې میاشت کې نیول شوی و.

نوموړي په چینايي چاروکو باندې د فساد او له واک څخه د ناوړه ګټې اخیستنې تورونه لګولي و.

محکمې ویلي دي چې وو ګن د دولت د پرزولو هڅه کړې او خلکو ته یې په انلاین یا انټرنیټي توګه غلط معلومات خپاره کړي او حتي د خلکو سپکاوی یې کړی.

-------------------

د کرملن یو ویاند د سې شنبې په ورځ وویل، چې د روسيې د مخالف مشر الیکسي ناولنې هغه خبره چې د ولسمشرۍ له راتلونکو ټاکنو څخه بایکاټ کوي ښايي غیرقانوني وي.

ناولنې له خپلو پلویانو څخه د دوشنبې په ورځ وروسته له هاغې وغوښتل چې د مارچ د ۱۸ نیټې له رایه ورکولو څخه دې بایکاټ وکړي کله چې د ټاکنو چارواکو دی کاندید کېدو ته پرې نه ښوده.

د روسیې د ټاکنو مرکزي کمیسیون ددغه فساد ضد بلاګ لیکونکي پرضد رایه ورکړه او دا یې په جرمي تورونو باندې تورن وګاڼه.

ناولنې او د هغه پلویان وايي، چې په ده لګول شوي تورونه سیاسي رنګ لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG