لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د سیمې او نړۍ ځینې مهم خبرونه


په بنگله دیش کې د ورهینگا کډوالو یو کیمپ

له بنګلدیش څخه د میانمار یا برما د مسلمانو کډوالو تدریجي بیرته ستنېدنه ځنډول شوې ده.

ټاکل شوې وه چې دغه بهیر د سې شنبې په ورځ پیل شي.

دمګړۍ نه دي ویل شوي چې دغه لړۍ به کله پیلیږي.

میانمار او بنګلدیش پدې وروستیو کې داسې یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یې د روهینګا د مسلمانانو په لکونو هغه کډوال بیرته خپلو سیمو ته ستانه شي څوک چې د میانمار د ظالمانه پوځي اقداماتو له امله بنګلدیش ته کډه شوي وو.

د بنګلدیش د کډوالو د خوندیتوب کمیشنر عبدالکلام اسوسیټیډ پریس ته ویلي چې د بیرته ستنېدنې بهیر به د کډوالو په خوښه او په رضاکارانه توګه وي.

-----------

ترکي پوځونو د دوشنبې په ورځ د سوریې په شمالي برخو باندې توغندي توغولي ترڅو له افرین نومې سیمې څخه کردي ملېشې په شا کړي.

کردي ملېشو هم د دوشنبې په ورځ د افرین په شمال لویدیځ کې له ترکي ځواکونو سره د نښتو راپورونه ورکړي دي.

د ترکيې د لومړي وزیر مرستیال محمت سیمسک ویلي، چې له دغو پوځي بریدونو سره به په ترکیه کې د ترهګرو ګواښ کم شي.

عنقره د سوریې په کوردي ملیشو چې په افرین نومې سیمې واکمن دي تور لګوي چې د ترکیې په کورنيو نارامیو کې لاس لري.

---------------

په فلیپین کې چارواکو د سیمې اوسېدونکو ته له غره څخه د یوې خطرناکې اور غورځونې یا اتش فشان خبرداری ورکړی.

ددغه اتش فشان درجه له پنځو څخه څلور ښودل شوې او دا په دې معنی چې په ساعتونو او یا ورځو کې رامنځ ته کېدای شي.

د اتش فشان له ځایه لا له مخکې لوګي پورته کیږي او له بخاره ډکو لوګیو ترې لاندې کلیو باندې تیاره خپره کړې ده.

له سیمې څخه په لسګونه زره کلیوال د اتش فشان له ویرې له خپلو کورونو څخ تښتېدلي دي.

XS
SM
MD
LG