لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د سيمې او نړۍ ځينې مهم خبرونه


صدر ډانلډ ټرمپ

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، د یمن په جنوبي برخو کې د حکومت او بیلتون غوښتونکو ترمنځ جګړه کې لږ تر لږه ۳۶ کسان وژل شوي خو ولسمشر بیلتون غوښتونکي په کودتا کولو تورنوي.

په دغو جګړو کې ۱۸۵ نور کسان ژوبل شوي هم دي.

ولسمشر عبد الربو منصور هادي د ډز بندۍ غوښتنه کړې او ویلي دي چې په بغاوت او د وسلو په کارولو سره نه سوله راتلای شي او نه دولت جوړېدای شي.

----------

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ به نن د سې شنبې په شپه ولس ته په خپلې وینا کې په اقتصاد باندې رڼا واچوي او د کډوالو په مسله کې به د دواړو سیاسي ګوندونو د ملاتړ غوښتنه وکړي.

دغه تلویزیوني وینا، واک ته د ټرمپ له رسېدو څخه یو کال وروسته او د کانګرس د دواړو جرګه ګیو تر غونډې مخکې کیږي.

وینا یوه اونۍ وروسته له دې هم کیږي چې د امریکا د بودیجې او امریکا ته په کوچنیوالي کي د راغلو بې قانونه ګډوالو د مسلې په اړه د دواړو سیاسي ګوندونو ترمنځ سختې خبرې وشوې.

د سپینې ماڼۍ چارواکي وايي، چې ولسمشر ټرمپ به د دندو، اقتصاد او د ټکس په اصلاحاتو باندې هم وغږیږي.

ټرمپ به همدارنګه په ملي امنیت، د شمالي کوریا د بالیسټیک میزایلو د ګواښ او سوداګرۍ پر مسلو هم خبرې وکړي.

-------------

امریکا د روسیې د هغې پوځي جېټ الوتکې په اړه سخته اندېښنه څرګنده کړه کومه چې د دوشنبې په ورځ د تورې بحیرې پرسر د امریکا د یوې الوتکې پر لور په خطرناکه توګه نږدې شوه.

دغه پېښه د روسیې د پوځي تمرینونو پر وخت رامنځ ته شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هیدړ نیاړټ په یوې خپرې کړې اعلامیې کې ویلي دي چې د امریکا الوتکې د نړیوال قانون له مخې عملیات کول خو د روسیې الوتکې نړیوال تړون او قانون مات کړی دی.

روسیې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

-------------------

د تایلینډ په پوځي حکومت باندې له دې امله نیوکې زیاتې شوې دي چې د راتلونکي کال عمومي ټاکنې یې یو وارې بیا ځنډولي دي.
دغه ټاکنې ددې لپاره ترسره کېدي چې په دغه هېواد کې لږ تر لږه په ظاهره توګه واک بیرته له پوځ څخه ملکي برخې ته انتقال شي.

په تایلینډ کې د ۲۰۱۴ کال د مې راهیسې واک له پوځ سره دی.

-----------

XS
SM
MD
LG