لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سیمې او نړۍ ځینې مهم خبرونه


نن به هغه ۱۷ کلنه فلسطینۍ انجلۍ د اسرایلو په یوې پوځي محکمه کې محاکمه کیږي چاچې دوه اسرایلي سرتیري په سپېړو او سوکانو وهلي وو.

په ډیسمبر کې په یوې خپرې شوې ویډیو کې څرګندیږي چې احد تمیمي له اسرایلي سرتیرو سره د غزې په تراډه کې شخړه کوي، یو سرتیری په لغته وهي او دوهم ته پر مخ سپېړه ورکوي.

اسرایلي سرتیري دغې سیمې ته هغه مهال استول شوي وو کله چې فلسطینیانو د اسرایلو د استوګن ځایونو د جوړېدو پرضد لاریونونه کول.

څو ورځې وروسته بیا چارواکو اغلې تمیمي ونیوله او له هاغې راوروسته محکمې ته په تمه په بند کې شپې تیروي.

------------------

د افریقا په ټانګا کې د سخت طوفان او توندې سیلۍ څخه وروسته خلک د رامنځته شویو ویجاړیو کتنه کوي.

ددغه طوفان سرعت یا تیزوالی په یوه ساعت کې ۲۰۰ کیلومټره وه.

په طوفان کې کورونه او ودانۍ نړیدلي، ونې چپه شوي، د برښنا یا بجلۍ مزي شلیدلي او ستر سیلابونه راوتلي دي.

په ویجاړو شویو ودانیو کې د پارلمان لرغونې ودانۍ هم شامله ده.

--------------

جنوبي کوریا د المپیک د سولې لړۍ ته همداسې دوام ورکړی په داسې حال کې چې په شمالي کوریا باندې نیوکې کیږي چې د اقتصادي بندیزونو د نرمولو هڅه کوي خو د اټومي وسلو او ګواښونو په برخه کې نرمښت نه ښکاري.

د جنوبي کوریا ولسمشر مون یې این هڅه کوي له شمالي کوریا سره یې د هېواد تاوریخوالی راکم شي او په دې توانېدلی چې د المپیک لوبو ته شمالي کوریا راولي.

د نوموړي د سولې د هڅو په پایله کې د شمالي کوریا لخوا د میزایلو او اټومي وسلو پارونکې ازموینې هم درول شوي دي.

--------

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د سې شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د داعش د ماتولو لړۍ به همداسې دوام لري که څه هم دغه ډله په عراق او سوریه کې له هغو سیمو څخه په شا تنبول شوې کومې چې ددوي تر واک لاندې وې.

ټیلرسن دغه خبرې په کوېټ کې د هغې ټلوالې غونډې ته په وینا کې وکړې کومه چې د داعش په وړاندې د امریکا لخوا د ۲۰۱۴ کال په وروستیو کې جوړه شوې وه.

ټیلرسن وویل که څه هم ۹۸ فیصده هغه سیمې د داعش له واکه وتلي چې یو وخت یې په کې خپل خلافت اعلان کړ وه خو بیا هم داعش بل ډول ګواښ متوجه کولای شي.

--------------------

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG