د سپینې ماڼۍ د سوداګرۍ سلاکار پیټر نویرو د اتوار یا یکشنبې په ورځ وویل، ولسمشر ډانلډ ټرمپ پلان نه لري چې په فولادو یا سټیلو او المونیمو باندې د ټکسونو له زیاتوالي څخه کوم هېواد وباسي.
نوموړي دغه خبره سي ان ان ته د ټرمپ د هغه پلان په اړه د وروستیو جزیاتو د شریکولو پر وخت کړې چې غواړي په وارداتي فولادو ۲۵ فیصده او په المونیمو باندې لس فیصده ټکس زیات کړي.
د ټکسونو د زیاتوالي په برخه کې د ټرمپ په دغه نوي پلان باندې د کاناډا او اروپايي ټولنې په ګډون په نړیواله کچه پراخې نیوکې شویدي.
---------------
ملګروملتونو او د سره صلیب نړیوالې ادارې د دوشنبې په ورځ وویل، په بشري مرستو بار کاروانونه په دې وتوانېدل چې د سوریې د غوطا ختیځو برخو ته ننوځي.
په سوریه کې د سره صلیب پلاوی وایي، په دغه کاروان کې ۴۶ ټرکونه دي چې ۲۷۰۰۰ خلکو ته په کې خوراکي توکي او درمل بار شویدي.
له بلې خوا د ملګروملتونو د بشري مرستو دفتر ویلي چې په دغو کاروانونو کې زیات داسې روغتیايي سامانونه نه دې پرېښودل شوي چې د زیاتو خلکو ژوند ورسره ژغورل کېدای شي.
په سوریه کې د بشري حقونو ډلو تر دې وړاندې څو ځله اندېښنه څرګنده کړې چې ددوي مرستې ټاکلي هدف ته نه دې پرېښودل شوي.
----------------
د راپورونو له مخې د جنوبي کوریا د ولسمشر مون جي ان ځانګړو استازو د دوشنبې په ورځ د شمالي کوریا له رهبر کیم جان اون سره لیدلي دي.
د رسنیو په دغو راپورونو کې ویل شویدي، چې ښاغلی کېم د جنوبي کوریا استازو ته د یوې ماښامنۍ یا د شپې د ډوډۍ کوربه و.
ددغه لس کسیز پلاوي مشري د مون د لوړ رتبه امنیتي سلاکار چنګ ایو یانګ لخوا کېدله.
د جنوبي کوریا دغه پلاوي د کوریا په ټاپو باندې د بې وسلو کېدو پر سر د مون اندېښنې او د دایمې سولې په اړه د هغه پیغام د شمالي کوریا رهبر ته وراندې کړ.
--------------
د ټکنالوژۍ د پرمختګ له امله د مخ پېژندنې یا فېس ریکاګنېشن ټکنالوژي اوس په هوايي ډګرونو، د کانسرټ پر ځایونو او حتی په ګرځنده ټیلیفونو کې هم کارول کیږي.
د چین او امریکا په څېر هېوادونه اوس دغه ټکنالوژي کاروي او تر ازمویلو وروسته ورته لا وده او پراختیا ورکوي.
دغه ټکنالوژي اوس د لاس اینجلس په هوايي ډګر او د امریکا د ټرانسپورټیشن د امنیت په برخه کې فعاله شوېده.
ددغې ټکنالوژۍ په واسطه د مسافرو انځورونه اخیستل کیږي او بیا یې د پاسپورت له انځور سره پرتله کوي.