لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د سیمې او نړۍ ځینې مهم خبرونه


د شام په یوه هوايي اډه ولاړ روسي جنگي جهاز کې وسله اېښودل کیږي

د روسیې د دفاع وزارت نن د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، د سوریې یاغیان هم کولای شي چې د کلابنده شوې ختیځې غوطا څخه په هغې لاره ووځي چې ملکیان پرې وځي.

د روسیې د دفاع د وزارت لخوا په یو خپور شوي بیان کې راغلي دي چې جنګیالي کولای شي د خپلو کورنیو او وسلو سره یوځای ووځي خو دا یې نه دي ویلي چې دوی به چېرې ځي.

په سوریه کې د روان تاوتریخوالي له امله د ملګروملتونو لخوا هغه غوښتل شوی اوربند رامنځته نه شو چې په پام کې و په ټول هېواد کې پلی شي خو روسیه یواځې د بشري مرستو او د ملکیانو د وتلو لپاره جګړه کله کله دروي.

---------------

د جنوبي کوریا ولسمشر مون جې ان د نهې یا سې شنبې په ورځ خوشبیني څرګنده کړه، چې د دواړو کوریاوو ترمنځ د خبرو له پرمختګ سره به د اټومي مسلې په اړه د شمالي کوریا او امریکا ترمنځ هم خبرو ته لاره هواره شي.

مون په پیانګ یانګ کې د ګل یا دوشنبې په ورځ د جنوبي کوریا د ځانګړي پلاوي او د شمالي کوریا د رهبر کېم جان اون ترمنځ خبرې د ډیپلوماټیک بهیر پیل وګاڼه.

د جنوبي کوریا ځانګړی پلاوی به د شمالی کوریا له چارواکو سره تر خبرو وروسته واشنګټن ته ولاړ شي تر څو د خپلو خبرو په اړه امریکايي چارواکو ته معلومات ورکړي.

--------------

د ملګروملتونو چارواکي وايي، د میانمار امنیتي ځواکونه اوس هم په راخین ایالت کې د روهینګیا د پاتې شویو مسلمانانو په وړاندې بشري تیری ترسره کوي.

په ملګروملتونو کې د بشري حقونو د ادارې مرستیال انډریو ګیلمور په یو لیکلي بیان کې وویل، چې د روهینګیا د مسلمانانو توکمیز ورکاوی یا نسل وژنه اوس هم دوام لري.

د تیر اګسټ راهیسې د روهینګیا نږدې اوه لکه وګړي د میانمار د امنیتي ځواکونو لخوا د ظالمانه چلند له امله بنګدیش ته تښتېدلي دي.

په روهینګیا کې عیني شاهدان او د بشري حقونو فعالین په امنیتي ځواکونو د وژنو، جنسي تیریو او د خلکو د کورونو د سوزولو تورونه لګوي.

--------------

د ټریوړ بیلیس په نامه هغه برتانوی د ۸۰ کالو په عمر مړ شو چاچې په ۱۹۹۰ کال کې داسې یوه راډیو جوړه کړې وه چې په هوا یا سیلۍ باندې چلېده.

نوموړی په طبعي توګه د یوې اوږدې ناروغۍ په پایله کې ومړ.

XS
SM
MD
LG