لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د سیمې او نړۍ ځینې مهم خبرونه


د حماس ډلې امنیتي ځواکونه د چاودنې د ځای معاینه کوي

د غزې په تراډه کې د فلسطین د لومړي وزیر رامع حمدالله د موټرو په کاروان د ګل یا دوشنبې په ورځ چاودنه شوې خو خپله حمدالله ته په کې زیان نه دی رسېدلی.

چاودنه وروسته له هاغې وشوه کله چې کاروان د غزې د تراډې شمالي برخو ته واوښت کومې چې د حماس د وسلوالې ډلې په ولکه کې دي.

د لومړي وزیر د فتح ګوند ویلي چې په دغې چاودنه کې حماس مسول ګڼي.

په دغې چاودنه کې په ګڼ شمېر موټرې ویجاړې شویدي.

-------------

د امریکا د ملي امنیت سلاکار وايي، واشنګټن ژمن دی چې د شمالی کوریا د بې وسلې کېدو په برخه کې خپلو زیاتو فشارونو ته دوام ورکړي.

جنرال اچ ار مک ماسټر دغه خبرې په نیویارک کې د ملګرملتونو د امنیت شورا ته وکړې چې په کې د ۱۵ غړو هېوادونو ترڅنګ د جاپان او جنوبي کوریا استازي هم موجود وو.

نوموړي له دغو خبرو وروسته خبریالانو ته وویل، چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ له امنیت شورا څخه مننه کوي چې د دوي هلو ځلو شمالي کوریا دې ته چمتو کړه چې د ستونزې د حل لپاره ډپلوماټیکو خبرو ته کښيني.

--------------

د نیپال چارواکي وايي، د بنګدیش هغه الوتکه چې د کتمندو په هوايي ډګر کې یې د کوزېدو هڅه کوله غورځېدلې او لږ تر لږه ۵۰ کسان په کې وژل شوي دي.

په ډاکه کې د بنګلا هوايي شرکت یو ویاند وايي، په دغې الوتکه کې د څلورو کارکونکو په ګډون ټول ۷۱ کسان سپاره وو.

دی زیاتوي له ۶۷ مسافرو څخه ۳۲ د بنګدیش، ۳۳ د نیپال او یو یو د چین او مالډیف اوسېدونکي وو.

چارواکي وايي، چې ګن مسافر یې د غورځېدلې الوتکې له بل شوي اور څخه ژغورلي دي.

----------

په پرټو ریکو کې امریکايي او کولمبیایي ګډو ځواکونو د نشي موادو د قاچاقو یوه نړیواله کړۍ ماته کړېده او ۱۴ مشکوک قاچاقچیان یې له زرګونو کیلوګرامه نشي موادو سره نیولي دي.

له دغو نیولو شویو کسانو سره اوس یواځې په تېرو دوو اونیو کې د نیول شویو کسانو شمېر ۳۰ تنو ته ورسېد او د نیول شویو نشي توکو یا کوکایینو اندازه تر ۲۰۰۰ کیلوګرامه زیاته شوه.

د مشکوکو نیول شویو کسانو په اړه ویل کیږي چې هڅه یې کوله نشي توکي په ځانګړې توګه کوکایين له پرټو ریکو څخه د کولمبیا له لیارې امریکا ته قاچاق کړي.

------------

پاکستان د افغان طالبانو مهم مشر احمدالله چې په ملا ناني باندې پېژندل کېده خوشی کړی دی.

طالبانو هم د دوشنبې/ ګل په ورځ د دې خبر پخلی کړی دی.

ويل شوي پاکستان د ملا ناني د خوشي کولو پرېکړه د دې لپاره کړې تر څو طالبان د افغان سولې بهير کې ورګډېدو ته تیار شي.

خو بل لور ته طالبانو تراوسه پورې د افغان دولت څخه د خبرو نه انکار کوي او ټينګار کوي چې نېغ په نېغه د امريکا سره خبرې وکړي. امریکا د طالبانو دا غوښتنه رد کړېده.

------------

د امریکا ددفاع وزیر جېم مټيس نن په کابل کې ویلي، په افغانستان کې د بري په امکان اوس هم باور لري.

نوموړی وايي، لازمه نه ده چې بری دې هرومرو د جګړې په ډګر کې ترلاسه شي بلکه له افغان حکومت سره د طالبانو د پخلاینې له لیارې هم رامنځته کیدای شي.

جیم ماټیس نن د ګل یا دوشنبې په ورځ په یوه ناڅاپي سفر کابل ته رسېدلی.

افغان ولسمشر اشرف غني په کابل کې د جېم ماټېس سره د لیدو وروسته په خپلې ټوېټر پاڼه باندې لیکلي:

له جېمز مېټس سره يې په خبرو کې د طالبانو سره د سولې په خبرو، د پاکستان سره تفصيلي خبرې، راتلونکو انتخاباتو، د نشيي توکو په مخنيوي او په پاکستان کې د افغان کډوالو په ستونزې خبرې وکړې.

جنرال ماټېس کابل ته له روانېدو مخکې ویلي وه چې د طالبانو یو شمېر وړو ډلو د سولې خبرو ته لیوالتیا ښودلې.

XS
SM
MD
LG