لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د سیمې او نړۍ ځینې مهم خبرونه


د سعودي هوايي ځواک وايي، دوی په ریاض او دریو نورو ښارونو باندې اوه توغول شوي توغندي شنډ او له منځه وړي

د سعودي عربستان رسنۍ وايي، د هغه توغندي د ټوټو له امله په پلازمېنې ریاض کې یو تن مړ او دوه نور ژوبل شویدي چې ادعا کوي د ایراني پلوه یمني یاغیانو لخوا توغول شوي و.

د پېښې قربانیان هغه مصریان وو چې د ملکي وګړو د استوګنې په یوې سیمه کې اوسېدل.

د سعودي هوايي ځواک وايي، دوی په ریاض او دریو نورو ښارونو باندې اوه توغول شوي توغندي شنډ او له منځه وړي.

په سیمه کې عیني شاهدان وايي، دوی د یوې زوروې چاودنې غږ واورېد او په اسمان کې یې روښانه رڼاګانې ولېدلې.

----------------

په مصر کې د ګل یا دوشنبې په ورځ خلکو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې رایه ورکړه چې ګومان کیږي ولسمشر عبدالفتاح السیسي به یو ځل بیا د څلورو نورو کالو لپاره په خپلې څوکۍ پاتې شي.

له سیسي سره په ټاکنو کې یواځې موسی مصطفی موسي سیالي کوي چې تر ټاکنو مخکې يي د سیسي ملاتړ کاوه.

یو شمېر نور کاندیدان یا نیول شویدي او یا مجبوره شوي چې له خپلې نوماندۍ څخه تېر شي او مخالفو ګوندونو په ټاکنو کې له ګډون څخه بایکاټ کړی.

ټاکنو درې ورځې دوام وکړ او تمه ده چې رسمي پایلې به د اپریل په دوهمه نېټه اعلان شي.

سیسي په ۲۰۱۳ کال کې د مورسي له ګوښه کولو وروسته واک ته راغی او بیا یې د ۲۰۱۴ کال ټاکنې وګټلې.

----------------------

د تایوان د سوداګرۍ لوړ پوړی مذاکره کونکی هڅه کوي د ولسمشر ډانلډ ټرمپ لخوا په روانه میاشت کې امریکا ته په وارداتو باندې د ټکسونو د زیاتوالې له پلان څخه ځان وباسي.

جان ډینګ تېره اونۍ واشنګټن ته راغلی خو داسې ښکاري چې تر ننه پورې کوم تړون ته نه دی رسېدلی.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ امریکا ته په واردېدونکو فولادو یا سټیلو باندې ۲۵ فیصده او المونیمو باندې لس فیصده ټکس زیات کړیدی.

XS
SM
MD
LG